(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۸)
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، په دولت شاه ولسوالۍ کې شاوخوا درې سوه پنځوس کسانو ته د خيرات په خوړو کې زهر وکول شوي دي.
پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د ماسموتي کلي رامنځته شوې او ويل کېږي چې د زهرو له کبله په مسموم شويو کسانو کې مېرمنې، ماشومان او سپينګيري نارينه هم شامل دي.
د لغمان د والي وياند عمر ځواک وايي، ټول ۳۵۰ کسان پر وخت د دولت شاه ولسوالۍ کلينيک ته رسول شوي او تر اوسه د مړينې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
ځايي اوسېدونکي وايي، د پېښې د رامنځته کېدو پر مهال حالت ډېر اندېښمن و زياتوي له قول اردو مو د ناروغانو د انتقالولو لپاره مرسته وغوښته خو هغوی هيڅ مرسته ونه کړه، چې وروسته د نورو کليوالو په همکارۍ ټول ناروغان پر وخت کليکنيک ته ولېږدول شول.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه د څه له امله رامنځته شوې خو مسوولین وايي له مرکزه د عامې روغتيا رياست يوه تحقيقاتي ډله سيمې ته پر لاره ده تر څو د پېښې علت معلوم کړي.
دا لومړی ځل دی چې په يوه خيرات کې په دومره ډير شمېر کسانو ته زهر ورکول کېږي او مسموم کېږي.


















