د دوو لوی نفوس لرونکو «چین او هند» هېوادونو پایتختونه خړو ګردونو پوښلي

کابل ټکی کام ۰۱جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د آسیا براعظم د لویو ښارونو د چین او هند پایتختونو کې نن (سې شنبه) سهار سړکونه، کوڅې او لارې په خړو ګردونو پوښل شوي دي.
د چاپېریال د ساتنې ادارو له خلکو غوښتي تر څو په زیات سرعت سره ګاډي ونه چلوي.
د چین پایتخت بیجینګ کې نن دویمه ورځ ده چې د چاپېریال د ککړتیا له کبله د دغه پایتخت ډېری فابریکې او مکتبونه تړل شوي، او په لسګونه زره ګاډي درول شوي دي.
په دواړو هېوادونو کې چارواکو د اضطراري حالت اعلان کړی دی، او خلک یې دې ته هڅولي دي چې د ککړتیا په مخنیوي کې ځانګړی پام وکړي تر څو دودونه او لوګي کم شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button