ننګرهار: تورغره کې امريکايي چورلکو د داعش وسلوال کوز کړي دي

ننګرهار (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل):
د مشرانو جرګې ځينو غړو ادعا کړې، چې د سه شنبې په ماذدیګر د سرخرود ولسوالۍ اړوند تور غره کې امريکايي چورلکو مخ پټي وسلوال کوز کړي دي .
د مشرانو جرګې غړو ويلي دي چې، د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ اړوند د هجرت په کلي کې امريکايي چورلکو یو شمېر د داعش مخ پټي وسلوال کوزکړي دي .
دا لومړی ځل نه دی چې د چورلکو په توسط د وسلوالو د انتقال مسئله راپورته کيږي، بلکه تردې وړاندې هم دېته ورته ادعاوې د افغاني مقاماتو او سیاسي څېرو ترمنځ راپورته شوي دي .
د مشرانو جرګې یو غړې جمعه ګل ګیانوال نن سه شنبه په جرګې کې وويل چې، له پېښې څه ځنډ وروسته وسلوالو طالبانو د سیمې له اوسېدونکو سره په تماس کې شوي دي، پر خلکو يې غږ کړی چې بیداري وکړئ چې ستاسې سیمې ته داعشیان درغلي نو مونږ سره مرسته وکړئ ترڅو ددوي مخه ونيسو .
ګیانوال له قوله سیمه کې وېره ګډه شوې، او تردې دمه طالبانو کوم عکس العمل نه دی ښودلی خو یو شمېر خلک بیا له سیمې نه کډه کولو ته تیاری نيسي .
نوموړی وايي چې د هېواد امنتیي ادارې مو په جریان کې اچولي خو تر اوسه يې کوم غبرګون نه ده څرګند کړی .
د ننګرهار ولایت یو شمېر چارواکو او د والي ویاند عطاء الله خوګیاني هم د پېښې پخلی کړی وايي چې تېر ماذدیګر مهال امريکايي چورلکو د تورغره لمن کې یو شمېرمخ پټي وسلوال په تورو جامو کې کوز کړي دي او د سيمې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي .
دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي هم ويلي وه چې افغانستان کې د داعش وسلوالې ډلې دپیاوړو بهرنيو، قوتونو ملاتړ له ځانه سره لري او د افغانستان دفاع وزارت هم دغه خبره تائیدوي .
دوسلوال ځواك د لوي درستيز معاون مراد علي مراد هم یو شمېر رسنیو ته دخبرو په ترڅ کې ويلي دي چې دوي هم یادې سیمې ته د بهرنيو چورلکو په توسط د وسلوالو انتقال تائیدوي، خو دايې نه دي ويلي چې افغانستان کې د داعش وسلوالې بهرنی حمایت لري او که نه :
دغه راز د ملي شورا یو شمېر غړو داعش په افغانستان کې یوه نړیواله پروژه عنوان کړه، او دا يې د یو شمېربهرنيو هېوادونو استخباراتي کړيو کار وباله چې د داعش په توسط په سیمه کې خپل اهداف ترلاسه کوي .
سليم بریال



