شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

د ایټم بم غورځولو لپاره ناګاساکي ښار څنګه غوره شو؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 9, 2018
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات, ټولنه او اجتماع, غير مصنف
0
GETTY IMAGES

GETTY IMAGES

292
ځلې شریک شوی
401
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

موهن لال شرما 

بي بي سي هندي

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

_______

د ۱۹۴۵ز کال د اګست په ۶مه نېټه، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، د جاپان پر هیروشیما ښار اټوم بم وغورځول شو. تر دې چاودنې وروسته د ۱۳ کیلیومترو په اوږدو کې ټوله سیمه ویجاړه شوه.

په یوه شېبه کې زرګونه کسان ووژل شول. د دې بم د غورځولو له امله د رامنځته شوې زیان کره اندازه لا نه وه معلومه شوې چې د اګست پر ۹مه د جاپان پر یوه بل ښار، ناګاساکي، اټوم بم وغورځول شو. خو د دې بم اصلي هدف ناګاساکي ښار نه و.

نو ناګاساکي ولې په نښه شو؟

د ۱۹۴۵ز کال د ۸م اګست شپه تېره شوې وه.  بم د امریکا د بي-۲۹ سوپر فوټریس ماډل بم غورځوونکې الوتکې په منځ کې پروت و. غټې هندواڼې ته د ورته دې بم وزن ۴۰۵۰ کلیوګرامه و.

د دې بم هدف او نښه د جاپان صنعتي ښار کوکرا ټاکل شوی و. دلته د جاپان تر ټولو ستر او زیات وسله جوړوونکي شرکتونه وو.

د سهار ۵۰ باندې نهه بجې وې چې کوکرا ښار لاندې راښکاره شو. په دې وخت کې، بي-۲۹ الوتکه ۳۱ زره فټه لوړه د پرواز په حال کې وه.

GETTY IMAGES

پر ناګاساکي غورځول شوی بم


خو د ښار پر سر وریځ وه. الوتکه په فضا کې راوګرځېده او د وريځو لیرې کېدو ته یې انتظار کاوه. بي-۲۹ بېرته د کوکرا پر لور راوګرځېده، خو کله چې د بم غورځولو وخت راغلی، نو ښار په لوګیو کې پټ و او لاندې توپونو اورونه غورځول.

د بي-۲۹ تېل په چټکتیا سره کمېدل، او اوس په الوتکه کې یواځې دومره تېل پاتې و چې بېرته یې پرې خپل ځای ته ځان رسولای شو. الوتکه په فضا کې د زیات وخت لپاره نه شوه تم کېدای.

د دې ماموریت یوه مشر، لیونارډ چیشر، وروسته وویل، ”موږ چې د سهار پر نهه بجې پرواز پیل کړ نو کوکرا ښار مو هدف و. کله چې موږ هلته ورسېدو، نو وريځ وه. نو له دې امله موږ ته د دې ښار د پرېښودلو امر وشو او د دویم هدف پر لور روان شو، چې هغه ناګاساکي ښار و.“

څو شیبې وروسته یو دروند بم په چټکتیا سره د ځمکې پر لور روان و. بم تر غورځول کېدو ۵۲ ثانیې وروسته له ځمکې ۵۰۰ فټه پورته وچاودېد.

دوه دقیقې باندې ۱۱ (۱۱:۰۲) بجې وې. د پوڅکۍ په شان د اور یوه ستره ګوله راپورته شوه، کرار کرار غټېدله او ټول ښار یې ونیو.

د ناګاساکي پر ساحل په ټولو ولاړو کښتیو کې هم اورونه بل شوي وو. څوک په دې پوه هم نه شول چې له ښار سره یې څه وشول. تر احساس کېدو وړاندې هر څه ختم شوي وو.

له ښاره بهر ځینو جنګي بندیانو په کانونو کې کار کاوه. د دوی له ډلې یوه وویل، ”له ټول ښاره د انسانانو نوم او نښان ورک شوی و. موږ ته معلومه شوې وه چې یو ډېر غیرمعمولي کار شوي دي. هر لور ته مړي او مړي وو. د خلکو څېرې، لاسونه او پښې خرابېدل. د ایټم بم په اړه موږ هیڅکله څه نه و اورېدلي.“

GETTY IMAGES
GETTY IMAGES

ناګاساکي ښار د غرونو په منځ کې پروت و، نو له همدې امله د بم ویجاړي تر ۶،۷ مریع کیلومتره بهر خپره نه شوه. وروسته اټکل وشو چې په هیروشیما کې د بم غورځول کېدو له امله یو لک څلوېښت زره کسان وژل شوي وو او په ناګاساکي کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۴ زره تنه وو.

مخکینې مطلب

امام شافعي د امام احمد کره میلمه و - په زړه پورې کیسه او د هغې ګټې

بل مطلب

داعش ته ماته، په افغان ملت او ګاونډيو هيوادونو د طالبانو تلپاتې احسان!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
په زړه پورې معلومات

د NexDock کمپنۍ نوی سمارټ فون جوړ کړی «کمپیوټر ستاسو په جیب کې»

نشرونکی: ح جلال
جنوري 24, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com