دسعودي نظامي ائيتلاف له پېله  مخ په زوال شو

سعودي  عربستان  تېره  اونۍ اعلان وکړ ، چې په نړۍ کې ترهګري ورځ په ورځ  زياتېږي  او په ځانګړې  توګه اسلامي هېوادونه  تر نورو غېر اسلامي هېوادونو  زيات د مرګونو او مالي تاوانونو سره مخ دي؛  پکار ده  چې داسلامي هېوادونو د پوځ  يو ايتلاف جوړ کړل شي.  په دې اړه يې دويمه مرحله کې اعلان وکړ ، چې د اسلامي هېوادونو د پوځونو ائيتلاف جوړ او ددې ائيتلاف  مرکز  رياض  و ټاکل شو. اسلامي رسنيو دا رپور يوازې د ورځني راپور په توګه خپور کړ او چې نور جزيات يې  نه  و څرګند، تبصرې يې پرې ونکړې ؛ خو غربي  رسنيو دې خبرته  پوره او له حده زياته  هوا ورکړه . کوم ائيتلاف او يا  کوم ګوند فعاليت ته چې غربي رسنۍ زياته هوا ورکوي،  هغه  دغرب لخوا يا جوړه پروسه  وي  او يايې غرب ته زياتې ګټې رسېږي .

په دې ائيتلاف کې دواړه  اړخونه وو؛ ځکه کوم  اسلامي هېوادوو نومونه چې سعودي اخيستل ، د هغو  هېوادونو سره په دې اړه مشوره هم نه وه شوې او بله داچې کوم هېوادونه دا مهال دجګړو او ترهګرۍ سره مخ ي د هغو په اړه هېڅ اجنډا نشته،  چې نورو اسلامي هېوادونو مشرانو ته پرې قناعت ورکړي.

د مثال په توګه : ترټولومړی  اوليت بايد داسرائيلو پرخلاف فلسطين مسلمانانوته ورکړل شي،  چې  هره ورځ او هره اونۍ په غزه کې دبې ګناهو مسلمانانو ښځو، عمر خوړلو مشرانو او ماشومانو جنازې له  کرونوپورته کېږي، د اسرائيلو د وحشي بمباريو مخه بايدلومړی ونيول شي.

 دويم  په سوريه کې چې داعش کوم وحشت پېل کړی ، ددې په اړه هېڅ  په نظر کې نه دي نيول شوي.  دا رنګه په عراق او افغانستان کې چې کوم  بد حالت روان دی ، نه خو داسلامي هېوادونو چې سعودي عربستان يې يادونه کړېده  مشرانو سره لیدنه شوې ، نه  ورسره دائيتلاف په اړه کومه مشوره شوې اونه ترې پوښتل شوی چې دا مهال مو په  هېواد کې څه ډول امنيتي ستونزې  شته؟.

ايران خو له پېله دسعودي لخوا د اسلامي هېوادونو دائيتلاف سره مخالفت ښودلی و  او دا يې د اسلام  پرخلاف د امريکا او سعودي ګډه دسيسه بللې وه،  چې غواړي  وهابيت په اسلامي هېوادنو کې خپور کړي.  له ايران  وروسته  دعراق صدر اعظم حيدرالعبادي هم دياد ائيتلاف سره  مخالفت څرګند کړ ،  و يې ويل:  که يو شمېر اسلامي هېوادونه  په دې ايتلاف کې ورګډ شي دا به يې يوه لويه تيروتنه وي.

حيدرالعبادي وويل : سعودي دا ائيتلاف په خپله خوښه جوړ کړی او داسلامي هېوادونو سره پکې هېڅ مشوره نه ده شوې. داچې دسعودي لخوا به دائيتلاف کامياب شي اوکه نه؟ دسېمې سياسي مبصرين نظر څرګندوي ، وايي : ګرانه ده چې سعودي په دې برخه کې کاميابي ترلاسه کړي؛  ځکه سعودي د اسرائيلو په  وحشت  تراوسه په فلسطين کې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي دي.  بله دا چې سعودي خپله  په يمن کې تر ورستي  اعمال ترسره کوي  ، په يمني بې ګناه مسلمانانو بمباري کوي او وژني يې.  همدا لاملونه دي چې دسعودي ائيتلاف له پېله دزوال سره مخ شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button