مهم خبر: د فراه ګلستان ولسوالۍ طالبانو نيولې

فراه (چارشنبه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۴ل):
د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو تسلط لاندې راغلې ده .
د ګلستان ولسوالۍ څو ورځې د طالبانو له مسلسل بريدونو لاندې وه، چې تېره شپه په ګڼ شمېر طالبانو د تعرضي بريد په پایله کې له افغان ځواکونو څخه ونيوله .
سره له دې چې څو ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ چارواکو له دولت څخه غوښتي وه چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له کلکې محاصرې لاندې ده که چېرته حکومت ورته نورې اضافي قواوې راونه لیږي نو ولسوالۍ به د طالبانو لاس کې ولوېږي .
خو تر دې دمه د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ د سقوط په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي .
باید ووایو چې په دې ورستیو کې د افغانستان په جنوب غرب او جنوبي ولایتونو کې د طالبانو بريدونه تېز شوي دي، چې یو شمېر سیمې او ولسوالۍ يې هم له افغان ځواکونو نه نيولې دي .
دغه راز تېره اونۍ د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ هم طالبانو لاس ته ورغلې وه.
سليم بریال



