ټاکنو شکاياتو کمېسيون: د حذف شويو نوماندانو لاريونونه او اعتراضونه ګټه نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۳)
د افغانستان د ټاکنو شکاياتو کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه د ايستل شويو کسانو پريکړه يې وروستۍ ده او د هغوی د پيل کړيو لاريونونو او اعتراضونو پروا نه ورځي.
د دغه کمېسیون منشي علي رضا رحماني وايي، دغه کسان له په جرمونو تورن شوي نو ځکه يې نومونه له ياده نوملړه ايستل شوي زياتوي “د هغوی په اړه شوې پریکړه د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون وروستۍ پریکړه ده او د دوی پر نيوکو، اعتراضونو او لاريونونو نه شي بدليدای”.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې د نوماندانو له نوملړه يې پنځه دېرش کسان د نامسووله وسله والو په درلودو، د ځمکو د غصب او ځينو نورو جرمونو کې د ښکېلتيا له کبله ايستلي دي.
په عين حال کې د ايستل شويو کسانو له ډلې چې د ملاتره خيل، ضياءالحق امرخيل او اسدالله شريفي په ګډون يو شمير نورو ايستل شويو نوماندانو هم اعتراضیه غونډې او لاريونونه پيل کړي او ځينو يې تور پورې کړی چې د دوی د اجرائيه مشر ډاکټرعبدالله په امر له دغه ليسته ايستل شوي دي.
نن دوهمه ورځ ده چې د ملاتره خيل او ضياءالحق امرخيل پلويانو د کابل د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې او په مخکې يې خيمې درولې، دغه راز د اسدالله شريفي پلويانو نن د کابل- مزارشريف لاره تړلې وه او ګواښ وکړ که يې حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي دوی به په کابل او بلخ ولايتونو برېښنا پرې کړي.



