شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

غزني:طالبان وایي د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه یې د ښار منځ محدوده ساحه تخلیه کړې

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اگست 14, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
503
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۳)

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

طالبانو په غزني کې د پنځمې ورځې د جګړو راپور نشر کړی او هغه راپورونه یې پروپاګند بللي چې ګواکې ګډو ځواکونو یې افراد په زور له ښاره ایستلي .
طالبان وایي، نن سهار یې پر هغو ادارو د محاصرې کړۍ ختمه کړې چې په تیرو څلورو ورځو کې يې تر محاصرې لاندې ساتلې وې، لکه ولایت، حرم سرای، استخبارات، نوی هوايي ډګراو ځينې نورې مرکزي ښارې سیمې.
دوی د دې کار څوعلتونه ښودلي چې په وینا یې ، له یوې خوا امریکايي الوتکو په بې رحمۍ او بې هدفه ډول سره د ښار دننه ولسي کورونه، مارکیټونه او تأسیسات بمبارول، همدا ډول داخلي عسکرو هم عام کورونه د هاوانونو هدف ګرځول، چې ولسي زیان شیبه په شیبه زیاتیده، له بلې خوا د ښار په منځ کې د نظامي کمربند فعال ساتل د بازار او دوکانونو د بندیدو سبب شوي وو چې د ښار عام اوسیدونکي يې د غذايي موادو له سخت کمښت سره مخ کړل.
دغه راز طالبانو ویلي چې یادې سیمې یې ځکه پریښې چې د ښار په کوڅو او سړکونو، حوزو او ځينو نورو نظامي ځایونو کې د امنیتي ځواکونو د مړو جسدونه تر دریو ورځو پورې پراته وو چې سخت خراب شوي وو او د همدې لاملونو له امله یې د ښار ځینې برخې پریښې.
دوی وایي چې د ښار له منځ څخه یې خپل نظامي کمربند را ایستلی او د ښار ګرد چاپيره یې د محاصرې حلقه او کمربند اچولی او ساتنه يې کوي.
خبرپاڼه زیاتوي

( مجاهدین له ښار څخه په زور نه دي ایستل شوي او اوس هم په آهنګران، حکیم ثنايي صاحب سیمه، موی مبارک سیمه، سنجتک، قلای شاده، قلای نو، توحید آباد، حیدر آباد، نو آباد، قلای جوز، سپنده، نوغی، پيرشاباز بابا، قلای میر، ده خدایداد، پشتون آباد او قلعه قاضي  سیمو کې مجاهدین کلک سنګرونه لري، چې ټولې د ښار اړوند سیمې دي چې اکثره برخې يې د ولایت او قومندانۍ سره فقط پنځه سوه میتره تر یو کیلومتره پورې فاصله لري)

طالبانو د غزني نیول حکومت او نړیوالو ته لوی پیغور بللی او زیاته کړې یې ده چې

“ د غزني نیول په امریکايي خدمت کې بوختو د کابل ادارې امنیتي ځواکونو ته دا په ډاګه کوي چې که دوی په خپله تګلاره له سره غور ونه کړي، د ځان د ژغورلو په فکر کې نشي، بلکې لاهم په امریکايي معاشونو د هغوی د ستراتیژیو د پرمخ وړلو او په کابل کې ناستو څو مفسدو عیاشو څيرو د په قدرت کې ساتلو لپاره له خپل ژوند سره لوبوته دوام ورکړي، انجام به يې دغه ډول وي چې د غزني په پنځو ورځنیو عملیاتو کې د دښمن په خپل اعتراف له شپږ سوو ډيرعسکر، پولیس او اربکیان يې په مرکز او شاخوا ولسوالیو کې تلف شوي دي“

طالبانو پر امریکایانو ژغ کړی چې د دوی حضور په هيڅ وجه هم د ګډحکومت په نوم اداره پر افغانانو نشي تپلی او نه يې هم له دغه ډول برخلیک څخه ژرغولی شي.

خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په تیرو پنځو ورځو کې د یاد ولایت په شلګر، قرباغ، مقر، دهیک، جغتو، خواجه عمري، اجرستان، زنخان او د غزني مرکز په مربوطاتو کې تر ۲۰۰ ډیرې پوستې نیول شوې، تر سلو ډیر ټانګونه او رینجرو په ګډون زرګونه میله سپکه او وسله یې تر لاسه او دغه راز یې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

ذبیح الله مجاهد ویلي، د غزني د عملیاتو په جریان کې د کابل غزني، پکتیا غزني او کندهار غزني د لویو لارو بندو ساتلو او د ګډوځواکونو د قوتونه په کمین کې راګیرکولو دا خبره جوته کړه چې طالبان په خپل کم تعدا ولی لوړ او متین عزم سره کولای شي څلور قول اردوګانې ( د کابل مرکزي قول اردو، د کمانډو ځواکونو نوی جوړه شوی قول اردو، د پکتیا تندر قول اردو او د کندهار اتل قول اردو) په یووخت فلج کړي او د تحرکاتو مخه يې ونیسي.

په عین حال کې طالبانو او حکومت دواړو رسنۍ په پروپاګند تورنې کړې، لوی درستیز ویلي ،

“یو شمیر رسنۍ د افغان ځواکونو د تلفاتو شمیر لوړ ښیي په داسې حال کې چې دا له دښمن سره مرسته ده “

خو طالبانو ویلي چې رسنیو ته یې وخت په وخت تازه مالومات رسولي خو د دوی خبرونو ته اعتنا نه کوي او یواځې هغه پروپاګند نشروي چې حکومتي ویاندویان یې ورکوي او په خبره یې

“ په داسې حال کې چې عیني شاهدانو، د شورا وکیلانو او عامو خلکو هم د طالبانو د ویاند خبره تاییدوله چې د ښار اکثره برخه د مجاهدینو تر ولکې لاندې ده“

خو طلوع نیوز په یوه مستند راپور کې د حکومتي ویاندویانو له دروغو پرده پورته کړې، چې په وینا یې حکومتي ویاندویانو د غزني په برید کې له لومړۍ ورځې تر اوسه رسنیو ته کره مالومات په لاس نه دي ورکړي

“حکومتي ویاندویانو د جګړې له پیله د غزني په تړاو ۲۳ ټویټونه خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر سلو ډیر په پښتو دری او انګلیسي ژبو ټویټونه کړي چې دا کړنه د طالبانو رسنیز قوت څرګندوي“

د غزني ښار د پنځمې ورځې راپور
لوی ټکي: د طالبانو اعلامیهد طالبانو بریددچارواکو ادعاوېرسنۍغزني
مخکینې مطلب

ټاکنو شکاياتو کمېسيون: د حذف شويو نوماندانو لاريونونه او اعتراضونه ګټه نه لري

بل مطلب

طالبانو سره صلیب ته ورکړل شوی امنیتي تعهد لغوه اعلان کړ

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com