د ننګرهار لپاره نوی والي «یونس نورزی» وټاکل شو

کابل ټکی کام ۰۳جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې د ننګرهار ولایت څخه سلیم کندزي لرې کړل شوی او پر ځای یې یونس نورزی والي ټاکل شوی، او ډېر ژر به دغه ولایت ته ور وپېژندل شي.
سرچینه وایي، د پرلپسې شکایتونو له کبله د ننګرهار ولایت پخوانی والي سلیم کندزی له ولایت څخه لیرې کړی شوی دی.
د ننګرهار خلکو له مرکزي حکومت څخه په تداوم سره دا غوښتنه کوله، تر څو دغه ولایت ته داسې والي وټاکي چې د نا امنۍ او د ځمکو د غصب مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې یونس نورزی د برېښنا وزارت د پخواني وزیر عارف نورزي د تره زوی دی.



