پروان : باګرام کې د امريکايي وژل شوو پوځيانو هویت په ډاګه شو

(چارشنبه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۴ل):
باګرام هوايي ډګرته څېرمه د باجوړیو سیمه کې د شپږو تنو امريکايي پوځيانو چې ديوې سرښندونکې حملې په نتیجه کې وژل شوي وه هویت يې څرګند شو .
دغه برید د طالبانو له لوري دیوه موټرسائکل په توسط د تېرې دوشنبې په ورځ ترسره شوی وه< چې شپږ تنه امريکايي پوځیان په کې مړه او شپږ نوريې ژوبل شوي وه .
ناټو د عمومي اړیکو مسؤل جنرال ويلسن دغه خونړۍ پېښه تايید کړه او ويې ویل چې، داپه ۲۰۱۵ کال کې د ناټو قواو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه وه او مونږ يې «ګنګس کړي یو » .
لومړني راپورونه وايي چې په دغو شپږو عسکرو کې د همنجسبازه جګړنې عسکرې «ادريانا ورديربرګن» په ګډون څلورتنه يې د هوايي ځواک د ځانګړو پلټنو او دوه نوريې د هوايي ځواکونو د ملي ګارډ غړي وه .
دغې ۳۶ کلنې ادريانا ورديربرګن د هغې امنیتي ګزمې مشري کوله چې د دوشنبې په ورځ د باجوړیو په سیمه کې پر یوه موټر سایکل سپاره سرتيري طالب سرښندونکی بريد پرې وکړ .
نومړۍ د امریکا هوايي ځواکونو د ځانګړو تحقیقاتو په برخه کې دنده لرله، د امریکا هوايي ځواکونو ویانده لیندا ګارډ وايي چې دا د دې څانګې لومړنۍ عسکره وه چې د دندې په مهال يې خپل ژوند له لاسه ورکړ .

وژل شویو کې د هوايي ځواکونو د ملي ګارډ او د نیو یارک پولیسو د کشف امر۴۵ کلن خوردضابط جوزیف لیم وه، چې د نیو یارک پولیسو مشر رسما دده په وژنه خفګان څرګند کړ اولویه ضایعه يې وبلله.
او بل د همدغه ګارد ۳۱ کلن خورد ظابط لویز بوناکاسا وه .
درې نور خورد ظابطان ۳۰کلن پېټر تایب،۲۸ کلن میکایل سینکو، ۳۰ کلن چېسټر مګبریټ دي چې له همجنسبازې وردیربرګن سره یوځای په هوايي ځواکونو کې کار کاوه .
باګرام کابل ته په ۴۰ کلو مترۍ کې پروت دي او افغانستان کې د ۹۸۰۰ ځانګړو امريکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه .
د امريکايي رسنیو د احصائيې له مخې له ۲۰۰۱ کال څخه را پدې خوا ۲۳۰۰ امريکايي عسکر وژل شوي دي او طالبان بیا دا احصائیه څو برابره زیاته ښيي .
د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی او وايي چې ددوي یوتن ملګري چې زاهدالله نومېده د موټرسائکل په توسط يې دغه سرتېری برید ترسره کړ چې ۱۹ امریکايي عسکر په کې ووژل شول او یو شمېرنور يې ژوبل شول .
سلیم بریال



