شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

روغتون هم لويه درسګاه ده

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 28, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
97
ځلې شریک شوی
197
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

احمدګل ریان

دا خو به مو ضرور اورېدلي وي چې د قبرونو زيارت کول موعظه ده، انسان ته مرګ او آخرت وريادوي او زړه نرموي، مطلب لوی عبرت او درس ترې اخلي. په دې اړه ډير احاديث روايت شوي دي.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

له ټولو مخکې لوی درس او د زړونو اصلاح په قرآن کريم کې ده، الله تعالی فرمايي: (يا أيهاالناس قد جاءتکم موعظة من ربکم و شفاء لما في الصدور و هدی ورحمة للمؤمنين.) يعني تاسې ته د الله تعالی له لوري موعظه/نصيحت راغلی، د زړونو لپاره شفا پکې ده او د مؤمنانو لپاره هدايت او رحمت دی.

قرآن کريم تر ټولو لوی وعظ او نصيحت دی، خو شته ځينې خلک چې له قرآن کريم څخه هم درس نه اخلي؛ ځکه چې په زړونو کې يې قساوت وي، الله تعالی د دوی په اړه په يو آيت کريمه کې فرمايي: (کلا بل رانه علی قلوبهم ما کانو يکسبون.) يعني په زړونو يې د بدو عملونو له امله مهر لګول شوی، چې حتی د قرآن کريم په اوريدو هم پکې شعور نه پيدا کيږي.

د طالب العمۍ په مهال مو يو استاد يوه ورځ په نصيحت کې راته ويل: په اونۍ کې يوه ورځ بازار ته تلل هسې هم نه پرېږدئ، ښه دا ده چې د درس اخيستلو په نيت لاړ شئ، چې ثواب مو هم په نصيب شي؛ ځکه چې بازار کې د ژوند په مختلفو برخو کې له ځان نه ټيټ او کمزوري خلک وينو (ګوډ، ړانده، بې لاس او بې پښو خلک)، چې په دې سره سړی په خپل حالت شکر باسي او شکر ايستل هم د الله تعالی په نعمتونو کې اضافه راولي او هم ثواب لري.

د هسپتال/روغتون په اړه مې يا څه اورېدلي نه دي او يا مې ممکن له ياده وتلي. ډير ځله روغتون ته تللی يم، خو ايمرجنسي وارډ (بيړنۍ مرستې خونه) مې نه وه ليدلې؛ ځکه خو پکې چندان درس او عبرت اخيستلو ته هم نه وم متوجه شوی. د تيرې هفتې په ورځ مې شوخ ماشوم (سعيد احمد) د جامو وينځلو چالان ماشين سره لوبې کولې چې د چپ لاس د منځنۍ ګوتې لومړی بند يې ترې غوڅ کړی و، ډير په بيړه مې ګڼو کلينکونو ته يووړ، بالاخره مې د ملکي روغتون په ايمرجنسي خونه کې د درد ستنې او پټۍ لګولو ډاکټران وموندل، (د استاد شپون په طرز د منجاور احمد په اصطلاح ټپ پوهان).

په دې خونه کې عجيب حالت و. د ډيرو کورنيو د اختر خوښۍ په غم او درد اوښتې وې. په ځينو د چکرونو او منظرو شوقي ځوانانو باندې موټرسايلکونو پښې، لاس او يا سرونه مات کړي وو، ځينو ماشومانو، لکه زما سعيد، د شوخۍ په مهال ټپونه خوړلي و، ځينې سوزلي او……، لنډه دا چې له، هله ډاکټر صاحب!، وۍ مورې، واخ، آه، وای خدایه دا څه راوشول، له دغسې زړه بوږنونکو غږونو پرته بل څه نه اوريدل کيدل.

خدای شته غوني مې ځيږ شول، زړه مې ضعف ته نژدې وو، لاسونو کې مې حرکت تقريبا نشت و، خو سعيد ته د تسلي ورکولو له امله مې ځان مجبورا ټينګ او غيرتي کړ. ماما مې، چې د مرستې په موخه راسره وو، سعيد ته يې د جوس ډبی ورکړ، نور يې په زغرده راته کړه چې دلته نشي پاتې کيدای، له کوټې بهر به مې انتظار کوي.

يو داسې احساس مې په سر کې دورې وکړې، چې ممکن بل چيرته مې نه وای درک کړی. درد مې حس کړ، زړه مې سلګۍ سلګۍ شو او ژړغونی شوم، سا مې تر ډېره ژوره نه تله، لنډه لنډه ښکته پورته کېده، زړه مې وسوزيد او ډبرين حالت يې داسې والوت لکه ژبغړاندې لمبې چې د وچ لرګي سپکې پخې هوا ته پورته کړي او د نه تعبيريدونکي ترحم سيلابي څپې مې په رګونو کې دومره په زور تيرې شوې چې د سخت زړيتوب ټوټې يې لکه د نيزونو په څير د بدن له څنډو هم واړولې.

نن درېيمه ده، خو دا حالت مې لا هم له دماغو نه دی وتلی او لا مې هم هره شېبه د درد و غم، زوال او فنا انځورونه د سترګو په وړاندې دي، چې ډيرو ناليدلو، نا ويلو او نا اوريدلو حالتونو ته يې متوجه کړی يم. ممکن دغه عملي درس او عبرت مې تر ډيره وخته په دماغو کې پاتې شي او ژر به مې د ځوانۍ او قوت نا څاپي زوال، مرګ او آخرت له ياده ونه وځي.

نو ځان ته مې وويل چې: که دې زړه سختېده، ژړا دې ورکېده، د درد احساس او ترحم دې يوازې په لفظونو کې پيژندل، په ځوانۍ او قوت غاره شوې، د اعضاؤو زوال او فنا دې هيره شوه، مرګی دې له ياده ووت او توجه دې په دنياوي ژوند مرکوزه شوه؛ نو بايد ضرور ځان روغتون ته ورسوې؛ ځکه چې روغتون هم لويه درسګاه ده.

مخکینې مطلب

سوځېدلي ارمانونه (لنډه کیسه)

بل مطلب

له امریکا سره امنیتي تړون د تاجکستان د بمبار مخه ولې نه نیسي؟/ هېواد ریان

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com