طالبانو په میدان وردګو او جوزجان کې دوه ولسوالۍ ونیولې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۹)
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې، د میدان وردګو جلګه (دایمیرداد) ولسوالۍ یې له ټولو امنیتي پوستو سره یوځای نیولې ، د امنیه قومندان په ګډون یې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او خورا ډيره وسله او مهمات یې نیولي دي.
طالبانو ویلي، په دې برید کې یې ۵ هاموې ټانګونه، ۲ رینجر موټر، ۱ میل زیکویک، ۱ میله شلکا، ۱ میل (SPJ9) توپ، ۲ میله هاوانونه، ۵۰ میله امریکايي شل ډزې ټوپک، ۱۵ میله پيکا ماشیندار، ۲ موټره مهمات له ډيرو نورو نظامي لوازمو سره یوځای نیولي.
طالبانو د خپلو څلورو وسلوالو د وژل کیدو او ۶ نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی.
دولتي چارواکو تیره ورځ ویلي و ،چې طالبانو د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ له ټولو امنیتي پوستو سره یوځای نیولې.
د میدان وردګو د ویالی ویاند د یادې ولسوالۍ د امنیې قوماندان او ۱۰ امنیتي ځواکونو د وژل کیدلو پخلی کړی دی .
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د جوزجان ولایت د “خمآب“ ولسوالۍ له ټول امنیتي پرسونل سره نیولې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د یادې ولسوالۍ مرکز او ملحقات یې په ټولیزه توګه تر ولکې لاندې راوستلي او ګنو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
دولتي چارواکو تر اوسه د خمآب ولسوالۍ په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
طالبانو دغه راز د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ اړوند زیرکي سیمه کې د ۳ پوستو او د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ په چهارتوت سیمه کي د یوې قرارګاه او ۵پوستو د نیولو خبر هم ورکړی دی.



