سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

موږ ولې طالبان غواړو؟/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
سپتمبر 10, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
794
ځلې شریک شوی
159
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

طالب د پاټکیانو، لوطیانو، زناکارو، غاصیبنو، مفسدینو، خلقیانو، کمونستانو، پرچمیانو، جنایتکارو، زور واکو او باالاخره د ټولو چټلیو د ورکاوي نوم دی. طالب هغه نوم دی، چې په خپل دروېشت کلن عمر کې یې یوه ذره انحراف نه دی کړی او له پیله تراوسه په خپل حال پاتې دی. طالب نه جوړجاړی کوي، نه وېره لري، نه دیني ارزښتونه د نورو د گټو لپاره پایمالوي او د عبدالرحمان بابا دغه بیت پر طالبانو ښه مصداق کېدای شي.
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندې راشي، یا بهار

پرون کابل د مسعود د مړینې د نمانځنې له امله نویمو کلونو ته گرځېدلی و. په ټولنیزو شبکو کې چې کوم انځورونه او وېډیوگانې خپرېدې، باور وکړئ چې په کابل کې د هېڅ نظام د شتوالي نښه نه تر سترگو کېده. د کولاب ټول راخوشي شوي وحشیان کابل ته راغلي وو او د کابلیانو په بدنونو کې یې وینې وچې کړې وې. د دوی د خرمستۍ له امله ځینې خلک مړه او ټپیان شول او حکومت بیا دروغ وویل او د خیر، خیرت اوازه یې گډه کړه. د کورنیو چارو وزارت د څو تنو د نیول کېدو دروغ بیا باد کړل؛ خو پرون په کابل کې څو تنه نه وو، بلکې زرگونه جمعیتیانو په کابل کې پوځي رسم گذشت کاوه او هوايي ډزې یې کولې.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

له تېرې ورځې راهیسې د طالبانو ضد خلکو هم د طالبانو ارمان کاوه. له دوی نه په تصادفي ډول ولیکل شول، چې کاشکې نن طالبان وای او دغه خلک یې بیا په کولاب کې محاصره کړې وای، چې کابلیان یې د شر څخه په امن کې وای. دوی ټولو په اشرف غني او حامد کرزي لعنت وایه، چې د دوی له لاسه دغه حال پر موږ راغلی دی.

پرون جمعیت اسلامي گوند د خپل وحشتوب ښه ننداره وکړه او دغه ننداره هر کال د وږي پر اتلسمه ترسره کېږي. مخکېني ولسمشر حامد کرزي له برکته د وږي اتلسمه د احمد شاه مسعود د مړینې له امله عمومي رخصتي وي او کابل کې د وحشت ډرامه نندارې ته وړاندې شوي وي، چې ۲۴ساعته خلک د ارام ساه نه شي اخیستی.

پرون مې کابل کې داسې فکر کاوه، چې دلته هېڅ نظام نه‌شته. گډ حکومت نه اردو لري، نه پولیس لري، نه کومانډویان لري، نه د ناټو او امریکا ملاتړ. ځکه د جمعیت گوند غټ او واړه ټول مسلح راوتلي وو او په ټول کابل کې یې پوځي مانورې کولې. نه د مړو شویو پوښتنه وشوه او نه به وشي. ځکه د اوسني حکومت نه داسې هیله لرل یوازې یو تصور کېدای شي، چې په حقیقت نه بدلېږي.

د جمعیت اسلامي او په ټوله کې د شمال ټلوالې د ښې پېژندنې لپاره د گیري سي شرون کتاب«اې ایس اې په پنجشېر کې» ولولئ. بیا به پوه شئ، چې دوی څومره ناځوانه خلک دي او د هر موسم سره ځانونه څنگه بدلوي رابدلوي.

احمد شاه مسعود، احمدضیاء مسعود، عبدالرب رسول سیاف، عطاء محمد نور، عبدالرشید دوستم، مارشال قسیم فهیم، امرالله صالح، عبدالله عبدالله، حامد کرزی، قومندان عبدالحق او نورو لنډه‌غرو د امریکایانو د راتگ په وخت کې څومره قرباني ورکړې او د امریکایانو لپاره یې څومره له ذلالت ډک کارونه ترسره کړي دي.

موږ ځکه بېرته طالبان غواړو، چې موږ یو سوچه اسلامي نظام غواړو. په یو اسلامي نظام کې بیا بې عدالتي، زورواکي، لنډه‌غر توب، فساد، بې‌کاري، غصب او ظلم نه وي او قانون په ټولو خلکو یو شان عملي کېږي. د یوه سوچه اسلامي نظام د راتگ هیله یوازې له طالبانو کېږي او هغه طالبان چې د شمال ټلوالې ټول لنډه‌غر یې په کولاب کې محاصره کړي وو او نور ټول افغانستان یې له شر او فساد څخه په امان کې وو.

لوی ټکي: جمعیت اسلاميطالبانلنډه‌غر توبمهمهېواد ریان
مخکینې مطلب

طالبانو په میدان وردګو او جوزجان کې دوه ولسوالۍ ونیولې

بل مطلب

سرپل: طالبانو د مرکز اړوند بلغلي سيمه او پوستې نيولي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com