(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۰)
د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار د لیسو مخې ته درې چاودنې شوي چې له کبله يې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، دغه چاودنې د نجونو د دوو ښونځيو او د هلکانو د يوه ښوونځي مخې ته شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شینواری وايي، لومړۍ چاودنه نن سهار د بي بي حوا ليسې ته څېرمه شواته بجې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له امله وشوه چې د یادې ليسې يو ملازم پکې ټپي شو.
د شينواري په وينا، نورې دوه چاودنې د بهسودو ولسوالۍ بلندغر سيمه کې یو په بل پسې شوي چې درې تنه يې ټپيان کړي دي.
خو عطاءالله خوږياڼی وايي، د ملکه حميرا انجونواو د محمدي صاحبزاده هلکانو ښوونځي ته څېرمه شوي چې يو څوارلس کلن ماشوم پکې وژل شوي او څلور عام خلک پکې ټپيان شوي دي.
ويل کېږي، په ټپيانو کې د ښوونځي دوه زده کوونکي هم شامل دي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسئوليت چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې داعش وسله والې ډلې په ننګرها کې د معارف اړوند ښوونځيو ته د زده کړو د ودرولو ګواښ کړی دی.


















