پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

جان‌کېري له کومو رازونو پرده پورته کړې؟ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
سپتمبر 11, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
158
ځلې شریک شوی
123
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مخکېني وزیر جان کېري په خپل نوي کتاب« Every Day is Extra» کې د نړۍ او د افغانستان په اړه په زړه پوري ټکي لیکلي. کېدای شي دغه کتاب میاشت وروسته پښتو ته هم وژباړل شي او د کېري ټول لیکل ولولو. دغه کتاب تېره اوونۍ په امریکا کې چاپ شوی او اوس یوازې په امریکا او انلاین بڼه پلورل کېږي.

«د ژوند هره ورځ غنیمت ده» د کېري د کتاب پښتو نوم دی. په دغه کتاب کې د افغانستان په اړه یې هم ځینې یادښتونه لیکلي او د اوسني گډ حکومت د جوړېدو د طرحې، د شمال ټلوالې د گواښونو او د ده منځگړېتوب په اړه یې سرسري خبرې لیکلي دي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

کېري د امریکا په پوځ کې د دندې سربېره د ویتنام په جگړه کې هم ښکېل پاتی شوی عسکر دی. ۲۸ کاله د امریکا په سنا کې سناتور او ۴ کاله د بهرنیو چارو وزیر و. د ده په وخت کې له حامد کرزي واکمني اشرف غني ته په سوله‌ییزه بڼه ولیږدېده او اوسنی گډ حکومت د کېري، اشرف غني، عبدالله عبدالله، د امریکا سفیر جیمز کنینگهم او د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي یان کوبېش په منځگړیتوب جوړ شو، چې اوس پرې امریکايي چارواکي هم پښېمانه دي.

کیري لیکلي: په ۲۰۰۹ز کال کې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو د پایلو په اړه جنجال راپورته شو. ډېری امریکايي چارواکو هڅه وکړه، چې دغه جنجال پای ته ورسوي. عبدالله او پلویانو یې گواښ کاوه او د ټاکنو پایلې نه منلې. خو کله چې مو عبدالله ته ۲۰ میلیونه ډالر ورکړل؛ نو عبدالله عبدالله هم د ټاکنو د دویم پړاو د ترسره کولو نه تېر شو او هم یې پایلې ومنلې او حامد کرزی د افغانستان دویم ځلي ولسمشر شو.

کېري همدارنگه د ۲۰۱۴ز د ټاکنو د جنجال په اړه هم په زړه پوري یادښتونه لیکلي.« موږ د خبرو یوه حساس پړاو ته ورنږدې شوي وو، چې ناڅاپه اشرف غني د گډ حکومت مفکوره راپورته کړه. ما تل فکر کاوه چې هغه د دې مفکورې له شهرت نه خبر و. وروسته ما د غني پر اوږې لاس کېښود او ورته مې وویل اشرفه! ته به ولسمشر یې. عبدالله به له تا سره د یوې گډې اجنډا په پلي‌ کولو کې مرسته وکړي. خو ته هغه ته د رښتيني واک په لېږدولو کې رضایت ولره او هغه ته د گډ حکومت کولو فرصت ورکړه، ځکه دغه کار د هېواد په گټه دی.»

کېري د اشرف غني د شخصیت په اړه لیکلي« اشرف غني یو لویدیځ پلوی پښتون ناسیونالیست و چې له ژبې یې تکنوکراتیک اصطلاحات ورېدل. هغه خپل ډېر کار په امریکا کې په نړیوال بانک کې کړی و او له سیمه‌يیزو (افغان) سیاستوالو سره په تړون کې یې ستونزه لرله. هغه فوق العاده ماغزه لرل خو په سیاست کې یې تجربه نه‌لرله. کله نا کله به یې په غبرگون کې افراط کاوه. هغه ډېر یو خصوصي سړی و او مایکرومنجمنټ ته یې ډېر تمایل درلود چې تل به یې په گټه نه تمامېده.» خو همدغه کېري د عبدالله عبدالله په اړه بیا لیکلي دي«هغه یو آرامه، دروند او پوست ژبی شخص و. هغه د غني تکنوکراتیک فکر نه درلود خو تل یې په چارو سر ښه خلاص و. هغه د اېتلاف په جوړولو کې مهارت درلود او د صحنې شاته یې ښه کار کولی شو. هغه ښه سیاستوال و.»

کېري د اوسني گډ حکومت په ناکامۍ هم اعتراف کړی او دا یې منلې ده، چې اوسنی حکومت ناکام او په خپلو ټولو چارو کې پاتې راغلی دی.

«د گډ حکومت شاوخوا څلور کاله تېرېږي. که له یوې خوا پر دې حکومت پراخې نیوکې کېږي چې د افغانستان د اساسي قانون له چوکاټ نه بهر رامنځته شوی،‌ خو ځینې یې د یوه ستر کړکېچ په مخنیوي کې اغېزناک بولي. نننی افغانستان له سترو اقتصادي او امنیتي ننگونو سره لاس او گرېوان دی خو د یوه هېواد نه د یوې جگړې په توگه د پېژندنې فرصت لري. هغه دیپلوماسي چې افغانستان یې تر ننه پورې راورساوه، ارزښت یې درلود.»

د امریکايي گوډاگیانو او پلویانو رازونه یې یو پر بل پسې افشاء کېږي او د عطاء محمد نور خبره رښتیا کېږي، چې امریکا اوس ورته د یو پیپسي بوتل ارزښت هم نه ورکوي. له دې وړاندې د پیریانو جگړې، سې اې ای په پنجشېر کې، د اېس ریاست، استازی او نن کېري د ټولو رازونو نه پرده پورته کړه او دوی یې پر دې نړۍ تش لغړ پرېښودل. د اخېرت حسابي به بیا الله جل جلاله ته ورکوي، چې د کفارو لپاره یې څومره د ذلالت ډک کارونه کړي وو.

د کېري د کتاب نه موږ دا اخیستنه کولی شو، چې اشرف غني یوازې د حنجرې په زور خبرې کوي او د ولسمشرۍ وړ کس نه وو/ نه دی؛ ځکه دی په فریب، دوکه او چل کولو کې ډېر ماهر دی؛ خو مدیریت یې له صفر سره ضرب دی.

لوی ټکي: جان‌کېريخالد رواند رازونو افشاءگډ حکومتمهم
مخکینې مطلب

ننګرهار: جلال اباد ښار کې درې پرلپسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

د اربکيانو پرضد لاریونوالو د جلال اباد- تورخم لاره تړلې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com