د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې، چې د ناټو کومو غړو هېوادونو په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ پوځي عملياتو کې برخه اخيسته د۲۰۱۴ ز کال په پای کې يې د ناټو په يوه لويه غونډه کې چې په بروکسل کې وشوه ، د خپل جنګي ماموريت دپای ته رسيدو اعلان وکړ. د ملګرو ملتونو عمومي منشي اعلان وکړ، چې د۲۰۱۴ وروسته به يو څه کم شمېر د ناټو غړو هېوادونو پوځونه په افغانستان کې پاتې وي؛ خو دوی به په جګړه کې هېڅ ډول برخه نه اخلي يوازې دافغانستان امنيتي پوځونو په روزنه ، تجيزاتو د اکمال او ځيني تعليمي او روغنيزو چاروکې مرسته کوي ، خو تر همدې پرېکړې وروسته لومړی دامریکا په مشرۍ دناټو هوايي ځواک دکندوز ښار له طالبانو څخه بېرته دلاسه کولو په موخه د شپې لخوا وحشي بمبارۍ وکړې. چې دکندز دښار دنورو اوسيدونکو په شمول يې د روغتون ډاکټران ، ناروغان او دروغتون خدمتي کارکوونکي په خپلو وينو ولمبول .
دا دی اوس سره دټولو تاييدشوو پرېکړو برتانوي قواوو دهلمند ولايت دسنګین ولسوالۍ دپوځونو دمحاصرې دماتولو په موخه په جګړه کې برخه واخيسته، چې د هلمند ولايت يو شمېر پوځي چارواکو هم دبرتانوي پوځونو ددوی سره په سنګين ولسوالۍ کې مرسته تائيد کړه .دلته په کابل او غزني یو شمېر رسنۍ چې دنورو هېوادونو تمويلېږي،په افغانستان کې دجګړو دوام دطالبانو لخوا پرلپسې بريدونه بولي ، چې بهرني پوځونه يې دافغان پوځ سره دمرستو په خاطر په افغانستان کې تم کړي او دجګړې ددوام سبب ګرځي اما حقيقت نور څه دي چې پرهغې دا دبهرنه تمويل کېدونکې رسنۍ سترګې پټوي .
دامريکا په مشرۍ دناټو پوځونه دبروکسل دپرېکړې او دامريکا دولسمشر اوباما دهغې وينا له مخې چې دخپلې لومړۍ دورې په کمپاين کې يې کړې وه تر۲۰۱۴ وروسته بايد بهرني پوځونه په بشپړ توګه له افغانستانه ووځي . که دکومي موافقې له مخې ددولت سره نظامي يا اقتصادي مرستې کوي هغه خپل چوکاټ لري خو دکړو ژمنو په اساس دناټو پوځونه بايد دپوځي ماموريت دپای په اعلان نور هېڅ حق نلري. چې په جګړه کې به برخه واخلي.
که څه هم يو شمېر د نظر خاوندان د افغانستان د مسئلې دحل په اړه دطالبانو دپاليسۍ سره په ځينو برخو کې اتفاق نلري؛ خو دا دريځ چې په افغانستان کې د ټولو بهرنيو پوځونو په بشپړ توګه تروتلو پورې په خپلو نظامي فعاليتونو ولاړ ووسي.
او که حقيقت ته نظر وکړل شي په افغانستان کې دجګړې ددوام همدا بهرني پوځونه او ددوی کړنې دي چې دافغان مظلوم ولس په خلاف يې کوي . تېر ځل په کندوز کې دناټو پوځونو بمباري وکړه دا ځل به برتانوي پوځونه دولسي وګړو کورونه ويجاړ او بې ګناه مسلمانان به په شهادت وروسوي بيا د اونيو او مياشتو پلټنو وروسته تېروتنه تسليم کړي هېڅ ګټه نلري.
طالبانو خپله څو وارې دجګړې پرځای دسولې او مذاکراتو په کولو ټينګار کړی دی خو داچې دبرتانوي پوځونو او نورو ناټو ځواکونو په موجوديت جګړه دوام لري دا پړه بايد ناټو ومني.


















