روسيه: امریکا نه غواړي چې افغانستان او سيمه کې امنيت ټينګ شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۵)
روسيه وايي، امريکا نه غواړي چې د افغانستان په ګډون په سيمه کې دې امنيت خوندي وي ځکه چې په جګړو کې خپلې ګټې لټوي.
دغه څرګندونې د امريکا لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف کړي په وينا يې چې امریکا په افغانستان او سيمه کې د جګړې ختمولو اراده نه لري.
د کابلوف په خبره، امريکا د سولې پروسه انحصار کړی زياتوي څومره کار چې د امریکا متحده ايالات په افغانستان کې جګړې لپاره کوي دومره هڅې يې د سولې لپاره نه دي کړي.
کابلوف وايي، امریکا د سيمې هېوادونو ته په افغانستان کې د سولې لپاره د هلو ځلو مخه نه ورکوي او هرڅه يې په خپله خوښه مخته روان کړي دي.
نوموړی وايي، دا چې طالبان د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال امريکا سره د خبرو لپاره تياری ښيي، دا کومه تصادفي خبره نه ده او امريکا دې د طالبانو پر دغه وړانديز غور وکړي، ځکه په دې سره په افغانستان کې روانه جګړه پای مومي.



