هرات: پوليسو د سياسي ګوندونو پلوي اعتراض کوونکي وهلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۵)
په هرات کې د سياسي ګوندونو پلوي اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د پوليسو له لوري وهل شوي او ځينې زخميان شوي دي.
په هرات کې یو تن اعتراض کوونکی محمد عارف کیاني وايي، چې د ده په ګډون یو شمير اعتراض کوونکي د پوليسو له لوري وهل شوي او ځينو نور يې پوليسو نيولي هم دي.
ځايي خبري سرچينې وايي، پوليسو د اعتراض کوونکو خيمې خالي کړي او سيمه يې په خپل واک کې اخيستې ده.
په عين حال کې د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، که اعتراض کوونکي د انتخاباتو ولايتي کمېسيون د تړلو اراده وکړي نو پرضد به يې قانوني کړنې ترسره شي.
تيره ورځ په هرات، هلمند او ننګرهار کې د (ملي اييتلاف) په نوم د سياسي ګوندونو پلويانو د انتخاباتو کمېسيون ولايتي دفترونه وتړل او په ځينو نورو ولايتونو کې يې د یادو دفترونو د تړلو ګواښ وکړ.
د سياسي ګوندونو اییتلاف یو شمير غوښتنې لري چې اساسي يې راتلونکې ټاکنې په بایوميټريک سستم ترسره کول، په ټاکنو د سياسي ګوندونو څارنه او ځينې نورې غوښتنې دي.
په عين حال کې د ټاکنو کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، د سياسي ګوندونو پلويانو له لوري د انتخاباتو کمېسیون د دفترونو تړل د منلو وړ نه دي زیاتوي “سياسي ګوندونه دې خپلې غوښتنې او وړانديزونه مونږ سره شريک کړي” ترڅو ترې استفاده وشي.



