(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۷)
د افغانستان د کډوالو او راستنېدو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د پاکستان د هغه پريکړې هرکلی کړی چې په وينا يې په دغه هېواد کې افغانانو ته د تابعيت تذکيرې ورکوي.
بلخي، دا د پاکستان يو ښه اقدام دی چې په عملي کولو سره به يې په هغه هېواد کې د افغانانو ډیری ستونزې حل شي.
د بلخي په وينا، دا مهال افغانان بانکي حسابونه نه لري، د سيم کارتونو په رانيولو کې او د اوسېدنې په ځايونو کې ستونزې لري چې د تابعيت په ورکولو سره به دا او ګڼې نورې ستونزې حل شي.
عالمي وايي، تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه لري چې افغانانو ته د پاکستاني تابعيت ورکولو لړۍ به کله پيل شي خو تيره ورځ د پاکستان د کورنو چارو وزارت د سرچينو له قوله راپورونه ورکول شول چې افغانانو ته د تابعيت ورکولو لپاره عملي ګامونه اخيستل شوي او څلورو واړو ايالتونو ته لارښوونه شوې چې د ناثبت افغانانو او نورو بهرنيانو په اړه له مرکزي حکومت سره معلومات شريک کړي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان وړمه ورځ په کراچۍ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې په پلان کې ده په پاکستان کې ميشت هغه افغان او بنګالي کډوالو ته د تابعيت تذکيرې او پاسپورټونه ورکول شي چې په دغه هېواد کې پيدا شوي وي او دغلته يې څلوېښت کاله تير کړي وي.


















