(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۸)
ټاکل شوې چې نن په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ اسیا جام په سياليو کې پاکستان او هندوستان سره مخ شي.
دغه سيالي به نن څلور بجې پيل کېږي او ويل کېږي ښايي د پاکستان لومړی وزير او پخوانی کرکټر عمران خان هم د دغه سياليو ليدو لپاره ورشي.
دواړه لوبډلې د اسيا جام به ای ګروپ کې دي چې له هانګ کانګ څخه يې لوبې ګټلي دي او نيمه پایلوبه يې ته يې لاره موندلې ده.
دغه راز افغانستان او بنګله ديش چې په بي ګروپ کې دي سریلانکا ماته کړه او دواړو ټيمونو نيمه پایلوبه ته لاره وموندله.
د اسيا جام په سياليو کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې په ای ګروپ کې هندوستان، پاکستان او هانکانګ دي، په بي ګروپ کې سريلانکا، افغانستان او بنګله ديش دي.


















