پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د پکتيا له افق يو بل جهادي ستوری ولويد

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 19, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
878
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

م، نجم الرحمن (فضلي)

شهيد مولوي زينت الله چې په (فرهاد) مشهور وو د مرحوم مولوي حيات الله زوی د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ د کوسين د خانخيلو کلي اوسيدونکی وو چې په ګران هيواد افغانستان د روسي يرغلګرو پر مهال يې کورنی د الهي امر (فتهاجروا) په اساس د ګاونډي هيواد پاکستان پر لور هجرت وکړ او د صوبه خيبر پختونخوا په ټل سيمه کې يې استوګنه غوره کړه.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

ابتدائي زده کړې : شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) رحمه الله ابتدائي ديني زده کړې له خپل پلار مرحوم مولوي حيات الله رحمه الله څخه پيل کړې، د ديني زده کړو ترڅنګ يې د عصري زده کړو لپاره د ټل په يوه کليوال مکتب کې داخله وکړه.

له دوولسم ټولګي څخه له فارغ کيدو وروسته يې د ټل په مشهوره ديني مدرسه (دارالعلوم عربيه ټل) کې داخله وکړه او ديني زده کړو ته يې دوام ورکړ.

دا چې شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) ته الله تعالی ډير ښه استعداد ورکړی وو نو په کم وخت کې يې ديني زده کړې پای ته ورسولې او بالاخر يې د فضيلت دستار په دار العلوم سراج الاسلام کاهي کې د جيدو مشائخو او علماء کرامو په لاس په سر کړ.

دا چې د شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) والد مرحوم ډير بزرګ (ولي الله) او ښه عالم وو نو د ټل ځايي خلکو د ټل په ټنډرو کې د يوه جامع جومات خطيب او ملا امام جوړ کړ، مولوي زينت الله (فرهاد) رحمه الله له فراغت وروسته د خپل پلار پر ځای امامتي او د کليوالو ماشومانو ته د درس او تدريس کولو ته اوږه ورکړه.

تقوی او دينداري : شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) لکه څنګه چې بزرګي او ديانت د دوی د نسل په خټه کې اغيګل شوي او د نسب په سلسله کې سيدان دي، دی هم ډير متقي او دينداره وو، تقوی او دينداري يې له هغه چا پټ ندي کومو چې په خپلو سترګو ليدلی يا په کور کې کومه ورځ ورسره ميلمه شوی وي.

سره له دې چې شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) لوی لوی مسئوليتونه ترسره کړي چې وروسته به يې يادونه وکړی شي خو بيا هم کله داسې نده پيښه شوې چې ده دې په تن له نورو ملګرو ښه لباس اغوستی وي، او يا يې په کور کې يو چا امتيازي شان او شوکت ليدلی وي.

د حيرانتيا خبره به هغه وخت وه کله به يې چې يو چا نوم اوريدلی وو او ليدلی به يې نه وو، چې په ليدو به يې هک پک حيران پاتې شو، او هيڅکله به يې زړه نه منله چې دی دې هغه څوک وي په کوم چې په نړۍ کې د امريکا په شمول لسګونه د کفري هيوادونو دښمنان او د هغوی ګوډاګيان دې حساب کوي.

بيخي فقير ملنګ او خاکساره انسان وو، دومره بې تکلفه ژوند يې تيرولو لکه هر وخت چې په خارو کې ناست وي او په نس نهر وي، د عيش عشرت باب يې په کتاب کې له سره وجود نه درلود.

جهادي تګلاره : د يولسم ستمبر له پيښو وروسته کله چې صليبي يرغلګرو د امريکا په مشرۍ په ګران هيواد يرغل وکړ شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) او کشر ورور يې شهيد طالب العلم کفايت الله رحمه الله د يرغلګرو په مقابل کې په وسلوال مقاومت لاس پورې کړ.

له يرغلګرو او د هغوی له ګوډاګيانو او لاسپوڅو سره يې د کلونو مبارزې په اوږدو کې لومړی خپل کشر ورور طالب العلم کفايت الله له لاسه ورکړ.

طالب العلم کفايت الله چې په سراج الاسلام مدرسه کې يې د تکميلې کتابونه لوستل څو کلونه وړاندې د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې د يرغلګرو لخوا د سخت وحشي بمبار په نتيجه کې د شهادت جام نوش کړ، او په همدې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) د مقاومت په دې اوږده زمانه کې د پکتيا ولايت په مختلفو سيمو کې په ځانګړي ډول د سيد کرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې له يرغلګرو او د هغوی له ګوډاګيانو سره بيشماره ډول ډول تاکتيکي معرکې وکړې چې په نتيجه کې په هر ځل دښمن ته د سختو تلفاتو په اړولو سربيره تل دښمن تيښتې ته مجبور کړی.

جهادي مسئوليتونه : مولوي زينت الله (فرهاد) په دوه زره لسم ميلادي کال کې د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د سيد کرام ولسوالۍ نظامي مسئول (ولسوال) وټاکل شو، په خپل يو کلني مسئوليت کې يې نه هيريدونکي خدمتونه ترسره کړل، نه يوازې دا چې دښمن ته يې په جنګي ‌ډکر کې سخت تلفات واړول بلکې د خدای ورکړي استعداد په مټ يې د په سيمه کې د دښمن بيشماره پوچ او ناولي پروګرامونه هم په خپل وخت شنډ او خنثی کړل.

کوم وخت چې د اسلامي امارت د مشرانو په امر د سيد کرم ولسوالۍ لپاره مشهور جهادي قومندان حاجي ملي خان (کوم چې دا وخت د بګرام په کرغيړن او بدنام زندان کې د اسارت شپې سبا کوي) نظامي مسئول (ولسوال) وټاکل شو مولوي زينت الله (فرهاد) يې د معاون په صفت وټاکل شو.

څه موده وروسته کله چې ستر جهادي قومندان حاجي ملي خان د امريکايانو لخوا د يوې چاپې په ترڅ کې اسير شو مولوي زينت الله (فرهاد) بيا د همدې ولسوالۍ د سرپرست په توګه خپل مسئوليت ته دوام ورکړ.

د يادونې وړ ده چې په دې موده کې پر نورو جهادي خدمتونو سربيره مولوي زينت الله (فرهاد) په سيمه کې يوه ډيره قوي جهادي ډلګۍ هم فعاله کړه کومه چې تردې مهاله د ده د يوه ملګري تر مشري لاندې په دښمن شپه او ورځ مرګوني ګوازونه ترسره کوي.

د يو شمير نورو ډول ډول جهادي مسئوليتونو د اجراء تر څنګ د دوه زره اتلسم کال په پيل کې مولوي زينت الله (فرهاد) ته د حنوب ختيځ زون د استخباراتو عمومي مسئوليت وسپارل شو، هغه وو چې د همدې مسئوليت د چارو په تعقيب يې بالاخر ځان قرباني کړ.

شهادت : شهيد مولوي زينت الله (فرهاد) د دوه زه اتلسم ميلادي کال چې له يو زر دوه سوه اوه نوي يم لمريز کال سره سمون خوري د وږی په يو ويشتمه نيټه د پنجشنبه په ورځ د پکتيا ولايت د احمد ابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې په داسې حال کې چې له لوګر څخه د خپل هدف پر لور رهي وو له شپږو نورو ملګرو سره يو ځای د صليبي يرغلګرو امريکايانو د بې پيلوټه الوتکې په يوه ناځوانمرده بريد کې د شهادت لوړ مقام ته ورسيد انا لله وانا اليه راجعون.

شهادت يې قبول او جنت الفردوس يې په نصيب شه

کورنی او ملګرو ته دې الله تعالی صبر جميل او نعم البدل ورکړي

آمين

 

مخکینې مطلب

نایجیریا:سیلابونو لسګونه کسان وژلي

بل مطلب

اسيا جام کې نن پاکستان او هندوستان سره مخ کېږي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com