ترکيې د تابعيت ورکولو برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي
ترکيه کې په کومو شرايطو تابعيت ورکول کېږي؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۸)
د ترکيې حکومت د تابعيت ورکولو په قانون کې نوي تغيرات او اسانتیاوې راوستي چې بهرنيو وګړو ته بايد په کومو شرايطو د دغه هېواد تابعيت ورکړي.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، مخکې به بهرني وګړي ته د دوه ميلیون ډالرو په ارزښت د کور، دوکان او نورو اړونده اموالو په رانيولو د دغه هېواد تابعيت ورکول کېده خو په نوي تغيراتو کې د پيسو دغه اندازه پنځه سوه زره امريکايي ډالرو ته راښکته شوې ده.
د ترکيې ولسمشر په نوي فرمان کې ويلي، هغه بهرني وګړي چې د (دوه سوه پنځوس زره) امریکايي ډالرو په ارزشت کورو دوکان، ځمکه او يا نور اړوند شيان واخلي او تر درې کلونو پورې يې ونه پلوري هغه ته به د دغه هېواد تابعيت ورکړي.
په فرمان کې راغلي، هغه کسان چې د ترکيې په بانکونو کې تر درې کلونو پورې (پنځه سوه زره) امريکايي دالر وساتي او يا په هېواد دولتي قيمتي سندونه وپیري هم به د ترکيې د تابعيت لرلو حق ورکړل شي.
همدارنګه هغه کسانو ته هم تابعيت ورکول کېږي چې (پنځوس) ترکي وګړو ته د کار زمينه برابره کړي.



