د امریکایانو په ګډون ګڼ شمیر تازه دمي سرتیري فراه ته ورځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۸)
راپورونه وایي چې د فراه ولایت د وروستي کړکیچن وضعیت د قابو کولو په خاطر سلګونه تازه دمي سرتیري یاد ولایت ته لیږل کیږي.
تیره ورځ د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محمد ناصر هدایت هم یاد ولایت ته تللی او د فراه د امنیتي وضیعت ارزونه یې کړې
امنیتي سرچینو رسنیو ته په ډاګه کړې، امریکایان غواړي په فراه ولایت کې یوه یله پوځي اډه پرانیزي څو په سیمه کې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو او له ایران سره په نږدې سرحدي سیمه کې د څار لپاره لوی پوځي مرکز جوړ کړي.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري،وایي، ښایي په څو ورځو کې دې ولایت ته تازه دمي کورني او بهرني سرتیري ورسیږي.
طالبانو د امریکایانو د امریکایانو پر دې اقدام غبرګون ښوودلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي “ دخارجي اشغالګروله لوري په فراه ولایت کي دنظامي هډې جوړول د تیرو ناکامو تجربو تکرار او یو سمبولیک اقدام دی چي نه به ځان وژغورلای شي نه هم ګوډاګۍاداره“
امریکایان داسې مهال دا اقدام کوي چې د تیرې اونۍ راهیسې په دې ولایت کې لسګونه امنیتي سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.



