کابل ټکی کام ۰۶جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له څو ورځو را هیسې په پلازمینه کابل کې سختې یخنۍ هغه خلک چې په خېمو او خټینو کورونو کې اوسي، د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.
دوی رسنیو ته ویلي دي چې بارانونو او ساړه موسم یې په ژوند کې ستونزې را ولاړې کړي دي.
دوی وایي، «دومره څه نه لرو چې خپلې کوټې او خېمې پرې تودې کړو.»
دوی له دولت او سوداګرو څخه د مرستې غوښتنه کوي، تر څو د مرګ له ګواښ څخه یې وژغوري.
دوی وايي، ماشومان یې د ژمي لپاره مناسبې جامې نه لري، کار روزګار یې نشته، دولت هم ورسره مرسته نه کوي، چې د ډېرې مجبورۍ له کبله پخپلو خېمو کې په پلاستیکونو اور بلوي، تر څو خپلې خېمې پرې تودې کړي.
له بلې خوا د کډوالو چارو وزارت وایي چې د دوی له لورې په پیل شویو مرستو کې یې یو شمېر کورنیو سره مرستې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په لسګونه ماشومان د سخت ژمي له کبله په ناروغیو اخته، او بیا مړه شول.


















