کابل ټکی کام ۰۶جدې/۱۳۹۴، ليکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن
د مرغومي شپږمه ۱۳۵۸ ل (۱۹۷۹ ز) کال د ډیرو لا زیاتو ناورینو او شخړو پېلامه
د مرغومي پر شپږمه ببرک کارمل د روسانو ګوډاګی واک ته ورسول شو، سرې لښکرې د امو له دریابه د افغانستان پاکې او ازادې خاورې ته ننوتلې، دلته يې لس کلونه افغان ماشومان، پېغلې، مېرمنې، ځوانان او سپين ږیري شهیدان کړل، نږدې دوه نیم میلیونه افغانان د روسانو سره د جهاد پر مهال شهیدان او نږدې یو میلیون افغانان معیوب شول.
د لوی الله ج په فضل او کرم او د افغانانو په کمسارې قربانیو سره سرو لښکرو ماتې وخوړه، له لسو کلونو جګړې وروسته بېرته د آمو دریاب په پول د هغه وخت شوروي اتحاد د ځمکې اوسني تاجکستان ته سرټيټې ننوتل.
ډاکټر نجیب الله چې د افغان شوروي وروستی چارواکی وو، نږدې پنځه کلونه په واک کې پاتې شو، او بیا خو هغه وو چې د مجاهدینو د خپلمنځي ناسمو رقابتونو له امله وو چې کورنۍ جګړه پیل او د کورنۍ جګړې له امله وو چې طالبان کندهار کې راپيداشول، طالبانو ډیرې سېمې ونیولي، ولې دا ځل د بل نړیوال قدرت امریکا او د هغوی د متحدینو راتګ وو.
د روسانو پرځای د افغانانو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله په ۲۰۰۱ز کال کې امریکايي شین سترګي پوځیان زموږ پاکې خاورې ته را ننوتل، دا دی جګړه ۱۴ کلنه شوه، دلته بیا هم افغان ماشومان په ډېره بې رحمی شهیدان شول، افغان مېرمنې شهیدانې شوې، زموږ ډېر ځوانان یا خو ووژل شول، او یا هم له هېواده وتلو ته مجبوره شول.
د داسي ورځې په انتظار چې بهرني پوځیان مو له هېواده وتلي وي، له خپلمنځي اختلافاتو خلاص او بیا ځل کورنۍ جګړې ته داخل نه شو.
دا دی نښې نښاني داسې دي چې روس او امریکا غواړي، افغانستان د خپلو سیالیو ډګر وګرځوي.
هند او پاکستان ورته هوډ لري، چې د افغانستان خاوره د یو او بل پرضد وکاروي.
سعودي او ایران هم د خپلو موخو له پاره همدلته فعالیت کوي.
افغانانو ته په کار ده چې له دې اوږدې جګړې نور ځان وباسي د افغان ولس د سوکالۍ او هوساینې له پاره فکر وکړي.
بین الافغاني تفاهم، په خبرو او غوښتنو کې تنازل، او د جګړې پرځای سولې ته د رسیدو لارو چارو باندي فکر وشي.
جګړې مو ګټلي، خو سیاست مو بایللی، داځل په کار ده چې له جګړې ګټلو وروسته سیاست ونه بایلو، او د هېواد د پرمختګ له پاره متین قدمونه واخیستل شي.
ګاونډي هېوادونه، د ګاوڼډیو هېوادونو پوهان، روشنفکران او سیاسي مشران، دا ډول امریکا او نړیوال موږ ته سوله نه راوستلای شي او نه هم غواړي.
افغان حکومت پخپل منځ کې بلا ډیرې ستونزې لري، مخ هغه چاته اوړي چې په ولس يې زړه سوزي، هغوی باید د سولې ابتکار، د امن ابتکار او د افغانستان د پرمختګ ابتکار په لاس کې واخلي.

















