کابل ټکی کام ۰۶جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ملي دفاع وزرات وايي چې له هندوستان څخه وروسته امریکا ژمنه کړې ده چې افغان ځواکونو ته به ۴جنګي الوتکې ورکوي، تر څو د وسلوالو په مقابل کې د مبارزې په ډګر کې ترې کار واخلي.
د ملي دفاع وزارت ویاند ښاغلي دولت وزیري وویل، دوی په هڅه کې دي، تر څو د افغان پوځ د هوايي ځواک نیمګړتیاوې حل کړي.
چارواکي وايي، دوی ته ورکړل شوې هندي الوتکې به په یوه میاشت کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.


















