(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۰)
د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يوه نوماند په غونډه کې سرتيری بريد شوی چې لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
برید د کامې سنګر سرای سیمه کې نږدې یوه نیمه بجه شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نجيب کاموه وال وايي، د پېښې له ځايه د څوارلس کسانو جسدونه او شاوخواپنځوس نور ټپيان وروړل شوي دي.
بريد د ولسي جرګې د نوماند ناصر مهمند د ټاکنيزو هلو ځلو په جوړې شوې غونډې کې شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند هم د څوارلس کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپيدو کېدو خبر تاييد کړی دی.
تر اوسه د بريد مسوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
تر دمخکې هم په ننګرهار کې ورته ډول ځينې بريدونه شوي چې د يو شمير بریدونو پړې يې داعش ډلې منلي.


















