خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
يو بل کمپايني شعار!!
شناند
ولسمشر غني قراردادي جنګياليو ته د افغانستان د جګړې له سپارلو سره سخت مخالفت وښود!!!!؟؟؟
هیواد:
ولس ته قاتلان مه ستايئ!!
شناند:
ولس د قاتلانو په یرغمال دې ځکه ستایل کیږي
اراده:
خبردار! کجکي تر ابليسي نقشو لاندې دی
شناند:
او خبردار! ټول هیواد تر ابلیسي نقشو لاندی دی
اصلاح:
د طالب، حكومت او امريكا ترمنځ؛ ناستې ولاړې د څه لپاره؟
شناند:
یو د بل د نبض معلومولو لپاره
مسیر:
ړندې بمبارۍ چې روانې دي؛ ولس به وژل كېږي
شناند:
او بالآخره به ټول راپاڅیږي
ولسي جرګه:
د جګړې خصوصي کول به د افغانانو له وژلو او تباهۍ پرته بله پایله ونه لري
شناند:
خو چې څوک له تعقل نه کار واخلي
مسیر:
د انتخاباتو کمېسیون د رایه ورکوونکو لومړنی نوملړ اعلان کړ
شناند:
خبردار! یو شمیر ملحدین هم پکې دي
انیس:
بهرنیو ځواکونو په هلمند کې پر افغان ځواکونو بمباري کړې
شناند:
يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ
پاکستاني رسنۍ:
پاکستان باید د کابل سیند په اوږدو کې د افغان حکومت لخوا د بندونو جوړولو غم وخوري
شناند:
یادې رسنۍ دې لومړی ځان د غلامۍ نه خلاص کړي
ولسی جرگه:
تمامی اقدامات در رابطه به صلح افغانستان باید با مردم و شورای ملی شریک گردد
مبصر:
احتیاط! اګر تمامی اقدامات با مردم و شورای ملی شریک ګردد، مردم قیام خواهند کرد.
ویسا:
کوم يو ريښتيا وايي؟
ویسا:
ټرمپ که اشرف غني؟ ټرمپ وایی جګړه خصوصي کوي او اشرف غني وایی اجازه به ورنکړي!؟!؟!؟
هیواد:
پاکستان، هند، افغانستان؛ زړه لوبه؛ نوې ناندرۍ
شناند:
چې ټول یې د تباهۍ د کندې پر غاړه درولي دي
اصلاح:
پر ګاونډيانو زموږ حق چې ادا يې نه کړ
شناند:
او هغه اخلاص او صداقت
اراده:
قانون؛ تر ټولو ستر مظلوم
شناند:
بلکې دا غربي قانون تر ټولو ستر سفاک او ظالم
هیواد:
له ولس سره د زړه خواله
شناند:
خفه نشې ولسه! دا څومره لوبې چې درباندې کیږي، لامل یې دادی چې یتیم یې، احمدشاه ابدالی او محمود غزنوی تر خاورو لاندې دي.
کرکټ بورډ:
د کرکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د اسیا کپ سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته
شناند:
خو متاسفانه چې ټول ځوان قشر یې له کار او عبادته ویستلي دي.
وزیر خارجه پاکستان:
پاکستان نیازی به کمک های مالی امریکا ندارد
مبصر:
چې نه دارد نو بیا ولې یې مقابلې ته په ډانګ پییلې توګه بډې نه وهئ؟



