جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

ترکيه: جمال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2018
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
7
ځلې شریک شوی
86
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)

د سعودي خبريال او ليکوال جمال خاشقجي د تيرې سې شنبې په ورځ وروسته له هغې تری تم شو کله چې په ترکيه کې د سعودي کونسلګرۍته دننه شو او بيرته ترې راونوت.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

د خاشجقي ترکۍ ميرمن خديجه وايي، له هغه سره د سعودي کونسلګرۍ ته تللې وه خو د شپې تر يوې بجې يې ورته انتظار وکړ چې راونوت سبا چهارشنبه يې د کونسلګرۍ له مسوولينو د هغه پوښتنه وکړه خو هغوی ورته وويل چې میړه يې له کونسلګرۍ بيرته تللی دی.

هغه وايي، ميړه يې کونسلګرۍ ته د شخصي اسنادو د اجرا لپاره ورغلی و.

د ترکيې پوليسو ويلي، چې دوی په دې باور دي چې سعودي خبريال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی دی.

د ترکيې لويې څارنوالۍ او پوليسو د نوموړي د لادرکه کېدو په اړه څېړنې پيل کړي خو تر اوسه يې دا شواهد نه دي پيدا کړي چې نوموړی دې په کونسلګرۍ کې وژل شوی وي، واشنګټن پوسټ د ترکي سرچينو له قوله ليکلي چې دوی په دې باوري دي چې نوموړی په کونسلګرۍ کې د ننه وژل شوی خو رويټرز ته بیا ځينو ترکي سرچينو ويلي چې د هغه د قتل جرم له مخکې پلان شوی و او مړی يې هم له کونسلګرۍ ايستل شوی دی.

تر اوسه سعودي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې مخکې د سعودي پاچا له بلومبيرګ سره په يوه مرکه کې وويل چې د ترکي چارواکو له لوري د کونسلګرۍ د پلټنو هرکلی کوي.

شهزاده محمد بن سلمان بلومبیرګ خبري اژانس ته ویلي: “خاشقجي سعودی وګړی دی او موږ لېوال یو چې د پېښې په جزییاتو خبر شو او له ترکي حکومت سره به تل اړیکه کې یې یو چې جمال څه شو”.

د تيرې چهارشنبې په ورځ د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د سعودي سفير ورغوښتی و او د خاشقي د لادرکه کېدو په اړه يې ترې پوښتنې کړې دي.

له بله پلوه په ترکيه کې د عرب خبريالانو ټولنې ويلي، د کونسلګرۍ د ساتلو مسؤولو ترکي پوليسو د څارنې کامرې کتلي چې د خاشقجي د تګ په اړه پکې انځور نه ښکاري خو زياتوي په ويډيو کې ښکاري چې د کونسلګرۍ د چارواکو موټر دننه او بهر تګ راتګ کوي.

وروسته له هغې چې د جمال خاشقجي د لادرکه کېدو راپورونه ورکول شول ايکانوميسټ مجلې په خپل یوه راپور کې وويل، چې د نړۍ په هېڅ ځای کې د سعودي نظام سياسي مخالفين خوندي ځای نه لري، هر يو يې هڅه کوي، چې له سعودي وتښتي او د حکومتي چارواکو د ظلم له لاسه ځان خوندي کړي، خو نه پوهيږي، چې د ده لپاره په نړۍ کې خوندي ځای کوم دی؟

لوی ټکي: جمال خاشقجي
مخکینې مطلب

امریکائي یرغل د وحشتونو پيلامه!

بل مطلب

اوولس کاله، تش لاسي طالبان او مجهزه امریکا/ خالد روان

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com