جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

اوولس کاله، تش لاسي طالبان او مجهزه امریکا/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اکتوبر 7, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
374
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پر افغانستان د امریکايي يرغل اوولس کاله پوره شول او سبا ته د دې خونړۍ جگړې اتلسم کال پیلېږي. پوره اوولس کاله امریکايي عسکرو پر افغانانو بمباري وکړه، زرگونه افغانان یې بندیان کړل، ۱۴سوه زره افغانان ووژل شول، هره ورځ ودونه، خیراتونه، جنازې، مسجدونه، ښارونه او کلي بمبارېږي، خو په دومره اوږد عمر کې امریکا هېڅ داسې لاسته راوړنه نه لري، چې نړیوالو ته یې د نمونې په ډول وړاندې کړي. باگرام، گوانتنامو، څرخي‌پله او لسگونه نور پټ او ښکاره زندانونه پر افغانانو ډک شول، بشپړ کلي، بشپړې کورنۍ او بشپړ ښارونه بمبار شول، خو لا هم د دې د جگړې د پای څرک لا ورک دی.
د سپتمبر د ۹مې پېښې وروسته د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د یرغل امر ورکړ. بوش په ښکاره وویل«دغه جگړه د صلیبي جگړو لړۍ ده او نړیوال دې یا له موږ او یا هم له “ترهگرو” سره ودرېږي» د بوش امر پر ځای شو او تش لاسي طالبانو ته ټوله نړۍ پر یوه خوا شوه. امریکا د نوې ډیموکراسۍ د راوړلو زېری افغانانو ته ورکړ، خو نه یې ډیموکراسي حاکمه کړه او نه یې ولس د ولسواکۍ څښتن کړ، بلکې د افغانانو وینه زبېښونکي یې پر موږ مسلط کړل.

هغه وخت د طالبانو د نظام عادي چارواکي ته هم چا پناه نه ورکوله او پر کورونو ناست طالبان هم د بگرام، گوانتنامو او نورو زندانونو مېلمانه شول. امریکا دلته یو داسې نظام ونړاوه، چې د عدالت، برابرۍ او د شرعي نظام په تول پوره نظام وو. امنیت، سوله او عدالت یې بې‌ساري وو؛ خو امریکا د ۱۴۰زره مجهزو پوځیانو سربېره بیا هم د امنیت په نامه موږ ته څه رانه کړل، اوولس کاله داسې شول، چې اوس خلک په یو ځای کې هم ځانونه خوندي نه گڼي، بلکې هر ځای د مرگ وېره او د ژوند د پای اټکل کېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د طالبانو له سقوط دوه کاله وروسته په سویلي ولایتونو کې د امریکا پر ضد د جهاد مبارزه پیل شوه. دغه مبارزه ورو ـ ورو نورو سیمو ته هم پراخه شوه او اوس په افغانستان کې داسې سیمه نه‌شته، چې هلته دې طالبان نه وي، اوس طالبان د افغانستان پر ۷۲٪سلنه خاوره حاکمیت لري او هره ورځ ولسوالۍ، ولایتونه او نوې سیمې فتح کوي. د طالبانو خوځښت دومره چټک دی، چې اوس یې د مقابلې لپاره د نړۍ هېڅ زبر ځواک نه‌شي ودرېدای او ټول الله جل جلاله ورته مات کړل. د ۲۰۰۱ز کال سر زورې امریکا هم طالبانو ته سر ټیټ کړ او د سولې د خبرو وړاندیزونه یې ورته وکړل. د امریکا په روانه جگړه کې ځینو هېوادونه له امریکا سره خپله یارانه پرېښوده او له افغانستانه یې خپل پوځیان وویستل، خو اوس هم د امریکا په گډون د نړۍ لسگونه عسکر دلته مېشت دي او زموږ د وژلو جوازونه یې له ځانونو سره راوړي دي.

د امریکا پر وړاندې طالبانو داسې مبارزه وکړه، چې د ۲۱مې پېړۍ نسلونه به یې یاد ساتي او د تېرو پېړیو تاریخونه یې راژوندي کړل. حق هر کله بریالی او ناحقه تل ماتې خوري. طالبان به بیا راځي او امریکا به سر ټیټي له افغانستانه وځي. د همداسې ورځ په هیله.

لوی ټکي: خالد رواند امریکا جگړهسولهطالبانمهمیوه نیمه لسیزه
مخکینې مطلب

ترکيه: جمال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی

بل مطلب

د اکتوبر ۷مه د امریکا لپاره تر ویتنام بدتره ناکامه تجربه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com