طالب جان / عُقابي جانان

طالب جان /عُقابي جانان
طالب جان يم طالبۍ باندې مشهور يم
په سوچه مسلمانۍ باندې مشهور يم
د جهاد له برکته نوميالی شوم
اوس په درستې دنياګۍ باندې مشهور يم
اسلامي، شرعي نظام پر جهان غواړم
په پابندې زندګۍ باندې مشهور يم
د ژوندي او د حساس ضمير خاوند يم
په خپلواکې آزادۍ باندې مشهور يم
سر تر پښو ټول په سنتو برابر يم
په ښائسته تورې پګړۍ باندې مشهور يم
مست زلمی يم د ځوانۍ هيلې مې ګل دي
په ګلاب ګلاب ځوانۍ باندې مشهور يم
نه خيرات غواړم، نه سوال کوم، نه طمع
ملنګۍ کې پاچاهۍ باندې مشهور يم
“عُقابي جانان” طالب د مدرسې يم
د يوچا انډيوالۍ باندې مشهور يم



