(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)
د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د واده مراسمو پر مهال چاودنه شوې چې له کبله يې شږويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په سفيد سنګ سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه د چاودنې په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي خو نه هم چارواکو په دې اړه څه ويلي.
تر دې دمه چا د چاودنې مسئوليت نه دی منلی.


















