فراه ولايتي شورا: له ښار پرته په ټول ولايت طالبان واکمن دي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۳)
د فراه د ولايتي شورا رئيس فرید بختور وايي، د دغه ولايت د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه زياتوي ښايي د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
د بختور په وينا، دا مهال د فراه څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو لاس کې دي او پاتې شپږ ولسوالۍ د هغوی تر سخت امنيتي ګواښ لاندې دي.
بختور زياتوي، وړمه شپه هم طالبانو په پشترود ولسوالۍ کې د ملي اردو پر بيز د بريد پر مهال اتلس عسکر ووژل شول او پنځلس نور طالبانو ژوندي ونيول.
هغه وايي، حکومت ته يواځې ښار پاتې دی، طالبان د ښار څلور کيلو مترۍ ته رارسېدلي او هره شپه د ښار پر کمربندي پوستو بریدونه کوي.
نوموړی تاييدوي، چې همدا اوس د فراه په مربوط سيمه کې د کندهار- هرات لويه لاره تړل شوې او طالبانو د پلټنې پوستې جوړې کړي دي.
د روان لمریز کال په غويي مياشت کې طالبانو د فراه پر ښار بريد وکړ چې تر څو ورځو يې د دغه ښار زياته سيمه نيولې وه خو د طالبانو په وينا پر ملکي وګړو د ګډو ځواکونو د هوايي بريدونو له ويرې يې فراه ښار بيرته خوشې کړ.


