لوګر: د مس عینک سیمه کې ١٥٠ قلمه تاريخي اثار ترلاسه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)

د لوګر ځایي چارواکي وایي، چې سږکال یې د عینک د مسو په سیمه کې  لسګونه تاریخي اثار را استخراج کړي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد شفيق پوپل وایي، سږ کال یې  د کیندنو په ترڅ کې ۱۵۰ قلمه بیلابیل توکي را ایستلی چې له ډلې یې د سفالي، مسي، ګچي، خټين، برونزي توکو تر څنګ مجسمې هم ترلاسه شوي دي.
نوموړی وایي، د ترلاسه شویو توکو تاریخي قدامت د کوشانیانو دورې ته رسیږي.
نوموړی زیاتوي “ د کومو اثارو چې قيمت لوړ وي، هغه کابل ته لېږو، څو هلته يې په موزيم کې وساتي او پاتې نور يې بيا دلته د عينک په موزيم کې ساتل کېږي.“
بوپل وایي، د انجینرانو تر څنګ ۳۳۶ کارکونکي په مختلفو برخو کې د کیندنو بهیر مخته وړي چې په خبره یې په تیرو لسو کلنو کې یې شاوخوا درۍ زره قلمه تاریخي توکي ترلاسه کړي دي.
خو د یاد ولایت ولایتي شورا بیا وایي چې ځینو کړیو دا چاره د دې لپاره پیل کړې څو په رسمي ډول د کان کیندنې د لړۍ مخنیوی وکړي.

د ولایتي شورا غړی عبد الوکیل وایي “ کله چې د مس عينک کان تړون له چينايي کمپنۍ سره لاسليک شو، دلته د تاريخي اثارو موضوع را پورته شوه چې بيا د تاريخي اثارو مسئله په کې را پورته شوه، زه له دغه کار سره مخالف يم چې د تاريخي اثارو لپاره دې د کان کيندلو چارې ودرېږي؛ ځکه د تاريخي اثارو ډېر يې تخريب شوي او د جوړېدو امکان يې نشته“
نوموړی وایي د تاریخي اثارو د استخراج لړۍ هم سسته روانه ده او د دو کلنو کار لسو کلنو ته وغځول شو.
د یادونې وړ ده چې د لوګر د مسو د کان د استخراج کار چینایانو ته ورکړل شوی و، چې وروسته د امریکایي چارواکو له مرموز مخالفت سره مخ او کار یې په نیمایي کې بند کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button