ناټوګۍ ماته شوه!

د آريانا درياب کې ډوبه شوله - په منجنيقو یې کشتۍ ماته شوه

(عمر عمري)

ماته شوه ماته ناټوګۍ ماته شوه
په وير اخته کفري نړۍ ماته شوه

د سپينو ستورو په ګُذار ‌د غشو
توره تياره او تروږمۍ ماته شوه

ډېر په غرور چې وه راغلې دلته
د طالب جان په ملنګۍ ماته شوه

د آريانا درياب کې ډوبه شوله
په منجنيقو یې کشتۍ ماته شوه

هر یو آرمان یې شو نيمګړی پاتې
او هره هيله یې وروستۍ ماته شوه

(عمري) نور دَدې بد مرغه اشغال
تل د وحشت دغه لړۍ ماته شوه

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button