د ټاکنو کمیسیون له وروستي نوملړه ۷ نوماندان حذف شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۶)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسي جرګې نوماندانو له وروستي لیسته یې اوه کسان د ځینو سرغړونو له امله حذف کړي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وایي، کمیسیون ته تازه داسې اسناد او شواهد رسیدلی چې دا کسان پارلمان ته د تللو وړتیا نه لري.
په حذف شویو نوماندانو کې؛
روحینا ولیزۍ د میدان وردګو ولایت
عبدالکریم شفق د فراه ولایت
حبیب الله غوریانی د هرات
احمد شاه سادات حسینی هرات
عبدالله صاحب له کندوز څخه
غلام نبی ساقي د غور او سمیرا خیرخواه د بلخ ولایت شامل دي.
داکسان داسې مهال له لیسته حذف کیږي چې د پارلماني کمپاینونو ورځې پای ته رسیدلې او د راتلونکې شنبې په ورځ به ټاکنې ترسره کیږي.



