د الوتکې سقوط پېښه کې امریکايی او اوکراينی پيلوټان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۶)
د امريکا پوځي چارواکي وايي، چې د الوتکې د سقوط پېښه کې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو یو پيلوټ وژل شوی دی.
د امريکايي چارواکو په وينا، تيره ورځ په اوکراین کې د امريکا او اوکراین پوځونو د ګډ تمرین پر مهال يوې پوځي الوتکې سقوط کړی چې په ترڅ کې يو امریکايي او يو اوکراينی پيلوټ وژل شوي دي.
جنرال کلي ګاريسون چې د دغه تمريناتو مشري په غاړه لري وايي، چې دا د امریکا او اوکراین لپاره يو ستر غم دی.
پوځي چارواکي وايي، د دغه پيلوټانو جسدونه يې موندلي دي.



