غوره لیګ: ننګرهار لوبډلې بلخ او کندهار لوبډلې پکتيا ته ماتې ور

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۶)
د افغانستان د غوره لیګ سياليو په لړۍ کې ننګرهار لوبډلې بلخ او کندهار لوبډلې پکتيا ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ چې پرون د افغانستان پر وخت څلور نيمې بجې د متحده عربي اماراتو په نړيوال لوبغالي کې وشوې په لومړۍ لوبه کې پچه بلخ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه.
بلخ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ننګرهار لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.
د بلخ لپاره بوپارا ۳۵ او دروېش رسولي ۲۷ منډې وکړې او نور لوبغاړي يې په کمو منډو وسوځېدل.
د ننګرهار لیپرډز لوبډله وتوانیده چې ورکړل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په اتلسم اور کې پوره کړي.
د ننګرهار لپاره لومړني توپ وهونکي فلېچر تر ټولو زياتې (اته څلوېښت) منډې وکړې، ورپسې حشمت الله شهيدي (يودېرش) شفيق الله (اووه ويشت) منډې جوړې کړې چې پکې د لوبې غوره لوبغاړی فلېچر ونومول شو.
له بله پلوه تيره ورځ د پکتيا او کندهار لوبډلو تر منځ د لوبې پچه د پکتيا پينترز لوبډلمشر شهزاد محمدي وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه.
پکتیاپينترز لوبډلې د غوره لیګ په اتلسمه لوبه کې د کندهار نايټس لوبډلې لپاره د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ. د پکتیا پينترز په توپوهونکو کې سمیع الله شينواري پنځه شپيته او مکليوډ څلوېښت منډې وکړې.
او د کندهار لوبډلې لپاره اصغر افغان څلور اويا، ، نجیب الله ځدران درويشت او ویسیلز دوه يشت منډې وکړې. کریم صادق او کریم جنت په ترتیب سره ۶ او ۴ منډې وکړې خو د لوبې په ګټلو کې يې مهمه ونډه درلوده، چې کندهار نایټس د شلم اور په وروستي توپ لوبه وګټله.



