کندهار: ولايت مقام کې د والي او بهرنيانو په غونډه کې چاودنه او ډزې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۶)
څو شيبې وړاندې د کندهار ولايت په مقام کې له چاودنې وروسته په پرلپسې ډول د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
ويل کېږي، په داسې حال کې دغه ډزې شوي چې د ولايت په مقام کې د کندهار د چارواکو او د ناټو د عمومي قوماندان تر منځ غونډه روانه وه.
په عين حال کې ويل کېږي، چې په دې غونډه کې د يوناما مشر هم ګډون درلود.
تر اوسه په ډزو کې د کندهار د والي وياند عزیز احمد عزيزي د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی او په دې اړه نور جزيات نه دي ترلاسه شوي.
تر دې دمه چا د بريد مسووليت نه دی منلی.



