د کندهار د امنیې قوماندان“جنرال رازق“ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۶)
نن د کندهار د ولایت په مقام کې داسې مهال چې یوه پوځي غونډه روانه وه، برید شوی چې لا هم جریان لري.
لویدیځې رسنۍ وایي ، د برید پر مهال د ناټو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم شتون درلود چې له سیمې روغ وتلی دی.
د کندهار ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، په برید کې د امنیې قوماندان جنرال رازق په ګډون یو شمیر کسان وژل شوي او د ناټو دوه چارواکي، والي، د قول اردو قوماندان او یو شمیر نور دولتي کارمندان ټپیان دي.
طالبانو د #کندهار ولایت مقام د برید مسؤلیت ومانه
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې په کندهار ولایت مقام ودانۍ کې پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي چارواکو برید دوی کړی دی. د احمدي په خبره، د دغه برید اصلي هدف په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق و.
ښاغلی احمدي وايي، “په برید کې جنرال عبدالرازق، د کندهار والي زلمی ویسا، د کندهار د استخباراتو رئیس عبدالمومن له ګڼو نورو مسئولینو، بهرنیو او داخلي عسکرو سره مړه او ژوبل دي.”
باید وویل شي چې جنرال رازق په سیمه کې د امریکایي ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن تر ټولو قوي قوماندان شمیرل کیده او په ګڼ شمیر جنایي پیښو کې هم تورن وو



