دکورنيو چارو وزارت څو مياشتې پس اعلان وکړ، چې په دومره شمېر سره سيمه ييزو پوليسو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او د سېمې د امن د ساتنې لپاره آمده کړل شول، چې که دې شمېرې ته وکتل شي ، بيا بايد د ملي اردو څخه د سيمه ييزو پوليسو چې تر روزنې لاندې نېول کېږي شمېر زيات وي او دلويو لارو امن کې هېڅ ستونزه ونه ليدل شي.
تېره ورځ د غزني ولايت څخه رسنيو د سيمه ييزو پوليسو لخوا د لويو لارو د ساتلو راپورونه رد کړل، چې د غزني په ولايت کې د لويو لارو امن خراب و اوس ورته روزل شوي سيمه ييز پوليس وګمارل شول، چې د لويو لارو په اوږدو کې به د امن ساتلو لپاره پوستې جوړې کړي.
د کورنيو چارو وزارت د تېرو ۱۴کالو راپدېخوا پوليس روزي او د سېمې د امن يا د لويو لارو د ساتلو لپاره يې لېږدوي؛ خو همدا روزل شوي پوليس په ځای د دې چې د لويو لارو امن وساتي ، خپله دلويو لارو امن خراب کړي.
د غزني په ولايت کې په جاغوريو ، ماليستان او ګيلان کې د لويو لارو په اوږدو کې ستونزه شته چې د دولتي چارواکو په وينا د لويو لارو څخه به خلک تښتول کېدل او اوس د دې لارو د ساتلو لپاره ۴۲۰تنه سيمه ييز روزل شوي پوليس ګمارل شوي دي،چې دامن لپاره به د دوی پوستې د ولس ژوند ښه کړي.
خو د همدې ولايت د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ، چې زموږ ژوند او د سيمې امن سيمه ييزو پوليسو او اربکيانو خراب کړی دی.
اربکيان چې د اخلاقو څخه خلاص انساني او افغاني اخلاق پکې څرک نه لري ، د ولسي وګړو ژوند يې تريخ کړی دی . د نيمې شپې په وخت دخلکو په کورونو ورځي د ډوډۍ په بهانه د ولسي وګړو مالونه لوټ کوي ځينې وخت هماغو ولسي وګړو ته وايي چې د کورونو دروازې به خلاصې ساتي.
يوازې د غزني ولايت نه ؛ بلکې د نورو ولاياتو هم همدا حال دی . د شمال ولاياتو اوسېدونکو به وار وار رسنيو ته ويل ، چې د ولايتي چارواکو غوږونوته مو خپل فرياد رسولی دی .
اما ولايتي چارواکي زموږ فرياد نه اوري. د شمال په ولاياتو کې ځايي اوسيدونکي لومړۍ د غلو او شوکمارو څخه په تنګ شي ، کله چې دولتي پوليسو چې ورته ورولېږل شي لومړی د لويو لارو په اوږدو کې پوستې جوړې کړي ، بيا ځايي اوسيدونکي له غلو څخه دومره تنګ نه وي لکه دځايي پوليسو چې تنګ راشي.
غله يوازې دځايي پوليسو دمال اونغدې ،جنسي وسايلو او پيسو غله وي . خو ځيني دکورنيو چارو وزارت په وينا روزل شوي پوليس د غلاوو ترڅنګ په بداخلاقيو هم پېل وکړي ، چې اکثر پوليس بې تعلمه يا بې اصلاح بې سواده وي، چې په چرسو ، بنګو او نورو نشو روږدی وي. د دوی بيا د چا د حيا او ناموس پروا هم نلري. ډېری يې هم له دندو تښتي او کوم چې په پوستو کې پاتې وي په خپل ژوند په غلاوو تېروي ؛ نو ايا د غزني ولايت سيمه ييز پوليس به د غزني د لويې لارې رواني وساتي او که خرابه به يې کړي ؟


















