کابل ټکی کام فرید احمد
تېره دوشنبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا (ساف) په سیالیو کې په خپل ګروپ کې یو قدم نور هم مخ ته ولاړل.
دواړو هیوادونو په لمړي سر کې په ډير احتیاط سره لوبه کوله خو له پیل څخه شل دقیقې وروسته د لوبډلې مشر فیصل شایسته د افغانستان لپاره لمړی ګول وواهه، لوبه همداسې تېزه شوه او لس دقیقې وروسته امید بارکزي د افغانستان لپاره دویم ګول وواهه، چې پدې سره د افغان ملي لوبډلې امیدونه لوړ او په مقابل لوري سخت فشار راغی.
خو په اته دیرشمه دقیقه کې مالدیف لوبډلې هم خپل لمړی ګول وواهه.
دغه لوبې چې یوه اونۍ وړاندې په هندوستان کې پیل شوې دي، د جنوبي اسیا ۷ هیوادونه پکې ګډون لري.
د لوبې په دویمه نیمايي کې افغان لوبډلې په مقابل لوري فشار وارد کړ او لوبه یې سخته کنټرول کې وساتله، چې په نتیجه کې امید پوپلزي دریم ګول وواهه او همداشان احمد ارش څلورم ګول جوړ کړ چې همدا د دواړو لوبډلو لپاره اخیرنۍ ګول او د افغانستان لپاره د بریا ګول وو.
لدې وړاندې افغانستان له بنګله دیش او برما فوټبال لوبډلو څخه لوبې ګټلې وې چې پدې دریو لوبو ګټلو سره شاید افغانستان په خپل (ب) ګروپ کې لمړی مقام وګټي، او د چهارشنبې په ورځ به افغانستان له سریلنکا لوبډلې سره په نیمه پای لوبه مخامخ کیږي.


















