کابل ټکی کام ۰۷جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولسشر غني، اجرائیه رئیس غبرګ عبدالله، د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال جان ایف کېمبل په ګډون پرانیستل شوه.
دغه ودانۍ د امریکا او جرمني له لورې په مالي مرستو جوره شوی ده.
د دغه وزارت په نوې ودانۍ کې د ۲۵۰۰کارکوونکو لپاره ځایونه، شاوخوا یې د ظابطانو او سرتېرو لپاره پارکونه او د درملنې او برېښنا د تولید مرکزونه جوړ شوي دي.
همدا راز دغه ودانۍ د ۱۰۰تنه ییز کانتین یا د خوراک ځایونه، د ۹۰۰تنو لپاره اديتوریم، جمونه یا سپورتغالي، کلینیکونه او د پوځي محکمو لپاره سالونونه لري.
د دفاع وزارت دغه ودانۍ د ۱۶۰میلیون ډالرو په لګښت جوړه کړې ده، او ورسره یې د هغې تر څنګ په ۳۳میلیونه او ۳لکه ډالرو باندې یې فرنیچر اخیستي دي.
افغان ولسمشر د دغې ودانۍ په پرانستنغونډه کې د دغه وزارت دغه نوې ودانۍ د افغان ځواکونو د لا مسلکي کېدو لور ته یو ګام وبللو.
ده له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا او جرمني څخه مننه وکړه چې د دوی د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
دغه ودانۍ ته په ۱۲میلیونه ډالرو باندې کمپیوټرونه او مالوماتي ټکنالوجۍ اخیستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه وزارت ته کوچنی پنټاګون ویل شوی دی او د ۳۶۵۰۰متر مربع ځمکه باندې جوړ شوی دی.


















