چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

حکومته! طالبان ټوکې نه کوي!/ خالد روان

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اکتوبر 20, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
د طالبانو اوربند اختریزې شیبې

د طالبانو اوربند اختریزې شیبې

31
ځلې شریک شوی
388
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د لومړنۍ ناستې وروسته د سولې عالي شورا وویل، چې د افغانستان اوسني شرایط د دې وړ نه دي چې بهرني پوځیان دې له افغانستانه ووځي. دغه خبرې د داسې شورا وې، چې په اصطلاح په افغانستان کې سوله غواړي؛ خو داسې سوله چې جگړه دې نه وي، طالبان دې تسلیم شي او حکومت دې خپلې مزې کوي. هغه شورا چې کابل او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې ناستې ترسره کوي او ځانونه د سولې سپینې کوترې بولي.

افغان حکومت خو وايي، چې د افغانستان د سولې مشري باید دوی وکړي او د مسکو د تېرې میاشتې ناسته یې هم په دې خاطر وځنډوله، چې مشري د دوی په لاس کې نه وه. خو د امریکا د وروستیو هڅو پر وړاندې افغان حکومت نور مدنیان هڅوي او د امریکایانو د پاتې کېدو زاري کوي. افغان حکومت غواړي هم شهید شي، هم غازي شي او هم ژوندی پاتې شي. خو دغه درې واړه حالتونه په یوه وخت کې نه‌شي راتلی. یا به امریکایان پاتې کېږي او جگړه به روانه وي او یا به امریکایان وځي او د حکومت لمن به هم ورسره ټولېږي او په افغانستان کې به یو بل نظام راځي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د امریکايي یرغل اتلسم کال روان دی. په دومره اوږد یرغل کې د افغان حکومت چارواکو یوازې پیسې پیداکړي. نور خو افغانستان په هر لحاظ د نړۍ یو وروسته پاتې، غریب، فاسد او د نړۍ ناامن ترین هېواد دی. نو موږ په کوم جرئت سره بیا هم د امریکایانو د پاتې کېدو هیله کوو.؟ ایا دغه امریکایان په دومره قرباني ارزي، چې هره ورځ دې دلته جگړه وي او هره ورځ دې دنگې ځوانۍ نړېږي؟

تېره اوونۍ طالبانو په دوو بریدونو کې د حکومت څلور مهم کسان له منځه یوړل. جنرال عبدالجبار قهرمان، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د کندهار والي زلمی ویسا، د کندهار د ملي امنیت رییس عبدالمومن او گڼ نور کسان ووژل شول. د دغو ټولو بریدونو مسوولیت طالبانو ومانه او نن یې د هغه نفوذي کس ویډیو هم خپره کړه، چې میاشتې ـ میاشتې یې د جنرال رازق وژلو ته انتظار کړی و.

دغه بریدونه په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه وغندل شول، خو د زرگونه هغو خلکو زړونه پرې یخ شول، چې په هلمند کې د جنرال قهرمان له سنگوریانو او په کندهار کې د جنرال رازق له ظلمونو کړېدلي وو، ځورېدلي وو او د کورنۍ گڼ کسان یې په بېلابېلو پلمو وژلي وو، سترگې یې ترې کښلې وې او حتا په ژوندني یې پوست کړي وو.

جنرال قهرمان او جنرال رازق دواړه د افغان ملت او په ځانگړي ډول د پښتنو سرقاتلین وو. دغو دواړو زرگونه پښتانه زلمیان، سپین‌ږیري، ماشومان او ښځې ځورولې وې او له ښه مرغه دواړه په ښه سزا ورسېدل.

د قهرمان او رازق پلویان دې دغه موضوع نه قومي کوي؛ ځکه دغو دواړو یوازې پښتانه په بېلابېلو پلمو وژلي وو. د هلمند او کندهار په سلو کې ۹۹ اوسېدونکي پښتانه دي، نو بیا د خپل ولایت له خلکو سره دومره ظلم ولې کېده؟

امریکا او حکومت دې پر خپلو تگلارو له سره غور وکړي. طالبانو د سږکال د الخندق عملیاتو په پیل کې ویلي وو، چې دغه عملیات به پرېکنده وي او خبره به حتماً یوه طرفه کوي. امریکا د خپلې ماتې په وروستي درشل کې ده او د خپلو عسکرو د ویستلو لپاره مازې یوه پلمه لټوي. حکومت دې د سولې په خبرو کې خبرې نه پیداکوي. که طالبان د حکومت په تشو خبرو ماتېدای، نو اوس به وختي سوله راغلې وه. خو حقیقت دادی چې د طالبان نه ماتېدونکی ځواک دی او د نړۍ په تاریخ کې تل حق بریالی شوی او باطل له منځه تللی دی.

لوی ټکي: جنرال رازقخالد رواند طالبانو بریدونهکندهارمهم
مخکینې مطلب

پارلماني انتخابات او غربي میډیا

بل مطلب

طالبان:له دولتي او ځینو ښاري مجبوره خلکو پرته نور اولس ټاکنې تحریم کړې وې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com