(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲)
د خوست ولايت په مېلمستون کې د دغه ولايت د والي حکم خان حبيبي او د ولسي جرګې د مرستيال همايون همايون تر منځ لفظي شخړه شوې ده.
ويل کېږي، د ولايت په مېلمستون کې د کندهار د وژل شوي امنيه قومندان جنرال رازق او د امنيت د رئیس فاتحه اخيستل کېده چې همايون همایون پر دې نيوکه وکړه چې ولې يې د جبار قهرمان انځور نه دی لګولی.
په ټولنيزو رسنيو کې هغه ويډيو نشر شوې چې حکم خان حبيبي همايون همايون ته وايي، چې جبار قهرمان زما لپاره قهرمان نه و د کمنستانو او خلقيانو قهرمان و.
حکم خان حبيبي وويل، په دغه ولايت کې د قهرمان د فاتحې اخيستلو او د انځورونو لګولو مخالفت وکړ او تر اخره پورې يې د قهرمان انځور ته اجازه ورنکړه چې په دغه مراسمو کې ولګول شي.
جبار قهرمان ته د نجيب د واکمنۍ پر مهال پخپله ډاکټر نجيب د قهرمانۍ لقب ورکړی چې همغه مهال په ډله ييزو وژنو هم تورن پيژندل شوی دی.
قهرمان د جنرال رازق له وژل کېدو شاوخوا يوه اوونۍ مخکې په هلمند ولايت کې په خپل دفتر کې د يوې چاودنې په ترڅ کې وويل شو چې د وژنې مسئوليت يې طالبانو پر غاړه واخيست.
















