(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲)
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو په اړه په يوه مطلب کې ليکلي ډيری افغانانو د انتخاباتو په کمېسیون باور له لاسه ورکړی چې له کبله يې په ټاکنو کې دلچشپي نه ليدل کېږي.
واشنګټن پوسټ د اسيايي ټولنې له قوله چې له (دوه زره شپږم) کال راهيسې د افغانستان په اړه نظر پوښتنه کوي ليکي، په افغانستان کې له مهمو ادارو او له ديموکراسۍ د خلکو ملاتړ ډېر کم شوی او له نيمايي زيات خلک د ټاکنو پر کمېسيون باور نه لري.
ددې تر څنګ په مطلب کې راغلي، چې د افغانستان پارلمان هم خپل حيثت له لاسه ورکړی او د پخوا په نسبت د خلکو باور پرې کم شوی دی.
واشنګټن پوسټ ليکي، د پارلماني ټاکنو لپاره شاوخوا اته ميليونه کسانو خپل نومونه ثبت کړي و خو يواځې کم و زيات څلور ميليونه کسانو رایه ورکړې ده.
د تيرې شنبې او يکشنبې په ورځ له دوو ولایتونو (کندهار- غزني) پرته په افغانستان کې انتخابات ترسره شول چې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون په وينا د درغليو، په پیسو د رايو اخيستلو او ورته ډول اووه زره شکايتونه ثبت شوي دي.
طالبانو د ټاکنو په لومړۍ ورځ په انتخاباتي حوزو او مرکزونو له څلور سوو زيات بريدونه ترسره کړل چې په وينا يې انتخابات يې له ناکامۍ سره مخ کړل.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پارلماني انتخابات مسخره، خندوونکي، د اندېښنې او درغليو ډک بللي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، پارلماني انتخابات تر ډيره يواځې په ښاري سيمو او د ولايتونو په مرکزونو کې شوي زياتوي چې په اوسنيو شرايطو کې بايد انتخابات نه وی شوی.
















