په امریکا کې په ډزو ۲۷ کسان ووژل شول

کابل ټکی کام فرید احمد

په امریکا کې په هغه ورځ چې خلکو د کرسمس اختر لمانځلو پر مهال په مختلفو ایالاتونو کې ناتاره ډزې شوي دي چې په نتیجه کې یې په لسګونه کسان وژل شوي دي، او له اویا زیات ټپیان شوي هم دي.

د کرسمس د لمانځلو په مهال په مختلفو ښارونو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي او ۷۰ کسان سخت ټبیان شوي دي چې د بعضو حالت یې نازک ښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په امریکا کې د افغانستان له حملې وروسته هره ورځ په لسګونه کسان په ډزو ويشتل کیږي او وژل کیږي، په اوسط ډول په امریکا کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل کیږي او تر ۴۰ پورې ټپیان هم لري.

د امریکا کانګرس یو ځل وغوښتل چې په ملک کې د اسلحو ګرځول او خرڅول بند کړي خو بیرته دا قانون ونه منل شو.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button