(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د پلازمینې کابل په احمدشاه بابا مینه کې پر مدني فعال خیرالله شینواري د نامعلومو کسانو له خوا ډزې شوې چې نوموړی یې ټپي کړی دی.
خبر زیاتوي، برید ګر له پیښې وروسته سملاسي له سیمې تښتیدلي دي.
د افغانستان پر روانو حالاتو له خیرالله شینواري سره د کابل.کام مرکه
نوموړي ته نږدې سرچینې وایي چې اوسمهال یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او عملیات یې په بریالیتوب سره پای ته رسیدلي دي.

دا برید وروسته تر هغه ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې پر یوه بل فعال او د کابل پوهنتون پر استاد فیض ځلاند هم د ورته برید ناکامه هڅه شوې وه، نوموړی وایي “تېره پنجنشبه، نهه او لس دقیقې کانتینټل ته نارسیده، د عمومي سرک په سر راباندې برید وشو، د موټر مخې ته یو موټر، څنګ او وروسته راپسې دوه نور ودرېدل، لنډغر ترې را کوز شول، په مطمین صیب د برید کیسې او دسیسې راته معلومې وي، بس د رب فضل و، په منډه، د موټر په وهلو له برید سالم ووتم“
نوموړی د کومې خاصې ډلې نوم نه اخلي خو وایي چې ،“موږ د کابل د مهمانخانو له پټو ناستو، د څو بې همته غلام بچه ګانو له طرحو هره ورځ خبریږو، په تېرو درېو میاشتو کې تهدیدونه د مرګ تر حده رسیدلي وو“
ځلاند خبرداری ورکوي چې راتلونکي اونۍ به په معلومو کسانو، معلومو ادارو عریضه وکړي، که یې غږ چا وا نه وریده، رسنیو سره به د اړونده کسانو نومونه، ادرسونه شریک کړي.


















