یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

هوايي دهلېزونه د کوم درد دوا دي؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 7, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
9
ځلې شریک شوی
116
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په نړۍ کې هره ورځ یو نوی پرمختګ کېږي. حکومتونه هڅه کوي چې خپلو خلکو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه اسانتیاوې د ژوند په ټولو چارو کې محسوسېږي. د نړۍ په تاریخ کې سوداګري او د حکومتونو ترمنځ راکړه ورکړه ډېره سابقه لري. یو وخت پر اوښانو، اسونو، کچرو او نورو څارویو سوداګریز مالونه وړل کېدل. خو د موټرو، اورګاډو، الوتکو او بحري بېړیو په راتګ په هرڅه کې بدلون راغی. د موټرو لګښت ډېر دی او ډېر وزن هم نه شي وړلی، نو موټرې د سوداګرۍ په برخه کې اوس ډېرېږي نه کارېږي. اورګاډي ډېر توکي وړلی شي او لګښت یې هم کم دی، خو کله چې بحري بېړۍ منځته راغلې، نو پخوانیو ټولو اسانتیاوو خپل ارزښت له لاسه ورکړ. الوتکې خو تر ټولو ډېر لګښت لري او د هغو هېوادونو ترمنځ سوداګریز توکي تبادله کوي، چې ځمکنۍ لارې یې خرابه او یا غرونه ولري.

د اشرف غني د واکمنۍ پرمهال هوايي دهلېزونو هم ښه کش پیداکړی. اوسمهال افغانستان له ډېرو اروپايي او اسیايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېزونه لري، خو په دغه چاره کې تر ټولو ډېر زیان افغانستان او افغان سوداګر ویني. پرون له چین سره هم هوايي دهلېز پرانیستل شو او د لومړي ځل لپاره ۳۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شول. موږ له چین سره د اورګاډي کرښه لرو او چین خپل ټول توکي د اورګاډیو له لارې افغانستان رالېږدوي، خو زموږ صادرات بیا چین ته د هوا له لارې کېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

موږ له هندوستان سره هم هوايي دهلېز لرو، خو هندوستان خپل توکي د چاه بهار بندر له لارې ایران ته او له ایران نه بیا افغانستان ته رالېږدوي، خو زموږ وچې او تازه مېوې، غالۍ او نور لاسي توکي بیا د هوا له لارې هندوستان ته صادروو. په دغه چاره کې افغان سوداګر ډېر زیان ویني او د ګټې پر ځای ډېر تاوان کوي. په الوتکه کې یو کیلو وزن خپل لګښت لري او له هر هېواد چې الوتکه تېرېږي، نو هغه هېواد خپله مالیه هم اخلي. د هوا له لارې نه صادرونکی او نه واردونکی هېواد ډېره ګټه کولی شي، بلکې دواړه خواې زیان ویني.

افغانستان نه بحر ته لاره لري او نه خپل بحر، چې خپله سوداګري د بېړیو له لارې ترسره کړي. افغان سوداګر مجبوره دي، چې خپل توکي له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان له لارې هم صادر او هم وارد کړي. خو په دغه چاره کې بیا هم افغان دولت ناغېړي کوي. د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن نه شي ساتلی. کله له ایران سره سوداګري څلورو میلیاردو ډالرو ته ورسېږي، خو کله بیا بېخي راښکته شي. له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم همدا حال دی.

افغان حکومت او افغان سوداګر باید لومړی سوداګري له ګاونډیو هېوادونو سره پیل کړي. د ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري هم ارزانه تمامېږي او هم ژر بازار ته رسېږي. که چېرې موږ له اروپا سره سوداګري پراخه کړو، نو اروپايي توکي ډېر ګران تمامېږي او دلته د خلکو اقتصاد ضعیف دی او اروپايي توکي نه شي اخیستلی.

هوايي دهلېزونه یوازې کمپایني کارونه دي، چې اشرف غني غواړي بیا د خلکو سترګو ته خاورې وشیندي او د ده په اصطلاح بیا نوماند شي او خپل پاتې کارونه په راتلونکې دوره کې ترسره کړي. نو اشرف غني کوم کار ترسره کړی، یا یې پیل کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به یې بشپړ کړي؟

لوی ټکي: افغانستانخالد روانځمکنۍ لارېمهمهوايي دهلېزونه
مخکینې مطلب

سبا افغان او پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د برخليک په اړه غونډه کوي

بل مطلب

کابل:پر مدني فعال“خیرالله شینواري“ برید شوی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com