سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

اشرف غني د قانون ناقض او که پلي کوونکی؟/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 13, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
12
ځلې شریک شوی
147
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قانون تر ټولو لوړ دی او له ولسمشره نیولې، وزیر، لوی څارنوال، د سترې محکمې رئیس، د ولسي جرگې رئیس، مشاورین او تر عادي چارواکو ټول قانون منلو ته مجبوره دي. له قانون به نه یوه ذره وروسته کېږي او نه به ترې یو قدم مخکې اړوي. په هر هېواد کې د ولسمشر او لومړي وزیر څوکۍ تر نورو پورته دي، خو دوی هم قانون ته باید درناوی ولري او هم پر نورو خلکو او هم یې پر ځان پلی کړي.

خو زموږ د هېواد یوه بدمرغي نه ده، چې پرې وژاړو. دلته د یوې ولسوالۍ امنیه قومندان نیول کېږي، خو ورسره هم‌مهاله پنځه ولایتونه د سقوط تر درشله رسېږي. دلته وزیران، رئیسان، والیان او د ولسمشر مېرمن پر فساد تورنه کېږي، خو محاکمه کول، پوښتنه او گروېږنه ترې هسې یو خیال دی او په داسې یو فاسد نظام کې دغه چاره هېڅکله نه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي. ولسمشر غني نږدې یوه میاشت مخکې وویل، چې غواړي خپل نابشپړ شوي کارونه په راتلونکې دوره کې ترسره کړي. لومړی باید له غني پوښتنه وشي، چې تا کوم کارونه کړي او کوم درنه پاتې دي.؟ تا خو یوازې ژمنې ورکړي او هوايي دهلېزونه دې پرانیستي، چې له گټې یې ډېر زیان افغان سوداگرو او حکومت کړی دی. ستا په څلور نیم کلنه واکمنۍ کې خلک داسې شول، چې اوس د یوې گولې ډوډۍ ته حیران دي. ایا غواړي راتلونکې دوره کې دغه ملت د لوږې سلنه نوره هم لوړه کړې او دغسې گډوډ نظام بیا پر خلکو وویني؟

ولسمشریزو ټاکنو ته د احتمالي نوماندانو کمپاین سر له اوسه پیل شوی. د ملي امنیت شورا پخواني مشر حنیف اتمر خپل کار په اعلامیو پیل کړ. د څوکۍ له پرېښودو وروسته یې سم لاسي په کاپیسا کې د امریکایانو بمبار وغانده. خو همدغه اتمر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او د امریکا په هره بمبارۍ کې باید له ده هم پوښتنه وشي؛ ځکه لاسلیک په کې دده هم وو.

عمر زاخېلوال، عمر داودزی، عطاء محمد نور او عبدالله عبدالله د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندان دي، خو تر ټولو ډېر کمپیایني کس ولسمشر غني دی. ولسمشر غني نږدې هره اوونۍ یو ولایت ته سفر کوي. په ځانگړي ډول ډېر سفرونه یې هزاره مېشتو ولایتونو او سیمو ته دي. روانه اوونۍ یې دایکندي ته په سفر کې هزاره گانو ته وویل، چې سرور دانش به یې بیا دویم مرستیال وي او د جاغوري ولسوالي به ولایت کړي. دی بیا غواړي هزاره گان او ازبک په خپل لاس کې واخلي او رایه له پښتنو وغواړي. خو پښتون بیا به همداسې در په دره وي، لکه د ده په واکمنۍ کې چې وو. دی شینډنډ، شینواري، غوربند او نورې پراخه سیمې ولایتونه کوي نه، خو یوه وړه ولسوالۍ په ولایت بدلوي.

د اشرف غني اوسني سفرونه ټول کمپایني او د قانون خلاف کار دی. ولسمشر غني د ملت په پیسو د ځان په گټه کارونه کوي او د ملت په پیسو خپلې شخصي چارې مخته وړي. سیاسي گوندونه، پر ټاکنو د څار بنسټونه، عدلي او قضايي ارگانونه او د ټاکنو کمېسیون باید پر دغه چاره نیوکه وکړي او د بندولو خبره هم وکړي. ځکه ولسمشر غني برحاله واکمن دی او نه باید له خپل موقف څخه ناوړه گټه پورته کړي.

که امریکایان ووتل او طالبان راغلل، نو د غني او نورو احتمالي نوماندانو خوبونه یوازې خوبونه پاتې کېږي او د طالبانو په موجودیت کې دوی بیا هېڅکله داسې له قانون سرغړونه نه شي کولی او کېدای شي د امریکا پاتې شوني هم له امریکایانو سره بېرته یو ځای ولاړ شي. دوی د واک وږي دي او طالبان بیا داسې مفسدو، غلو، غاصیبنو او غلامانو ته په خپله واکمنۍ کې ځای نه لري.

لوی ټکي: اشرف غنيله قانون سرغړونهمهمهېواد ریانولایتي سفرونه
مخکینې مطلب

سلام بر هئیت سیاسی طالبان! 

بل مطلب

نادري: د میرمنو په هکله د طالبانو دریځ د منلو وړ نه دی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com